سیمه ییز خبرونه
د ننگرهار سيمه ييزو استازيو يو ځل بيا د فساد په وړاندې د لاريون گواښ وكړ
په ملي شورا کې د ننگرهار استازيو، د ولایتي شورا غړيو، جهادي قومندانانو او قومي مشرانو دولت ته خبرداری ورکړ، چې که په ننگرهار کې د فساد، غصب او نورو خپلسریو مخه ونه نیول شي او په ولايتي اداره كې سالم بدلون رامنځته نه شي؛ نو په پراخولاریونونو به لاس پورې کړي.
دوی ولایتي چارواکي په اداري فساد، د ځمکو پرغصب او وظيفوي عفلت تورنوي.
دغه کسان خپلې ځينې غیرې قانوني کړنې هم مني او د سمون ژمنه یې کوي.
درې اوونۍ وړاندې د ننگرهار د بېلابېلو سیمو زرگونو کسانو د ولسي جرگې د غړي ظاهر قدیر په مشرۍ د شېرزي پر ضد لاریونونه پیل کړل؛ خو سلگونه نورو بیا د ولسي جرگې د بل غړي فریدون مومند تر مشرۍ د والي په ملاتړ غوندې پیل کړې.
په دې لړ كې د پارلمان او ولایتي شورا ځينې غړي او پخواني جهادي قوماندانان هم د یوې او بلې غاړې په خوا کې ودریدل. دې حرکتونو په ننگرهار کې د قومونو او ځینو اشخاصو ترمنځ شخړو ته لمن ووهله.
د همدې ستونزو د حل په موخه د تېرې پنجشنبې په ورځ(د غويى۱۲) یادې ټولې غاړې سره راټولې شوې او پرېکړه یې وکړه، چې که د یوې اوونۍ په اوږدو کې د ولایتي ادارې کړنې سمې نه شوې؛ نو ټول به په گډه د ولایتي ادارې پر سرنویشت نوې پرېكړه كوي.
د یادې نېټي په پوره کیدو د یکشنبې په ورځ(د غويى۱۵) بیا یادې ټولې خواوې راټولې شوې او ولسمشر ته یې خبرداری ورکړ، چې که ژر تر ژره د ننگرهار په اداره کې د سالیم بدلون لپاره پرېكړه ونه شي او دلته د فساد، د ځمکو د غصب او نورو خپلسریو د مخنیوي لپاره لاس پکار نه شي؛ نو په پرا خو لاریو نونو به لاس پورې شي.
دولسي جرگې لومړی مرستیال میرویس ياسيني وايي:
اداره په بې کچې فساد او وظيفوي غفلت کې ښکېل ده، خو مرکزي دولت یې په اړه بې غوره پاتې دی.
د ننگرهار ځینې استوگن بیا د دې ناستو د ځینو مشرانو له کړنو په تنگ دي او وايي ځینې مشران د خلكو پر سرونو سودا گري کوي او ولس د خپلو شخصي گټو قرباني کوي.
عام خلک د ستونز و د حل غوښتنه کوي.
د مشرانو جرگې ريیس فضل هادي مسلیمار د دې خلکو اندېښنې په ځای بولي.
د والي ویاند احمدضیا عبدالزى وايي، چې ولایتي اداره په دې اړه کوم نظرنه څرگندوي.
د یادونې وړده، چې د والي پر ضد له دې نویو حرکتونو یونیم کال وړاندې په همدې ناستو کسانو کې ځینو مشرانو د والي پر ضد ورته حرکتونه پیل کړي ول، خو د لنډې مودې په تېریدو له یو لړ جوړجاړیو وروسته یې بېرته پای ته ورسول.