تازه خبرونه
د ننگرهار له يرغمل شويو څخه يو كس وژل شوى او ۱۵ نور خوشې شوي
وسلوالو د ننگرهار د گوشتې ولسوالۍ له یرغمل شویو دوه څلویښت كسانو څخه يو وژلى او پېنځلس نور یې بېرته خوشې کړي دي.
د گوشتې ولسوالۍ دا ۴۲ اوسیدونکي د روان لمريز كال د کب په شپږمه د لعلپورې ولسوالۍ د چکنور په سیمه کې، چې تورخم ته په لاره ول؛ وسلوالو له موټرو كښته کړي او یوه نامعلوم ځای ته یي بیولي دي.
په دې ولايت كې چارواكي وايي، وسله والو له دې كبله دا كسان تښتولي، چې خپل بچيان د ملي اردو او پوليسو له ليكو وباسي او له دولت سره همكارۍ پاى ته ورسوي.
په ولسي جرگه كې د ننگرهار د خلكو استازى فریدون مومند وایي، له یرغمل شویو دوه څلویښت کسانو څخه وسلوالو یو تن وژلی دی.
فریدون مومند وایي، دا د وسلوالو طالبانو د هغې ډلې کار دی، چې نوې جوړه شوې ده.
د ننگرهار والي ویاند احمد ضیا عبدالزی وایي، د قومی مخورو په هڅو ۱۵ تنه برمته شوي وسلوالو بېرته خوشې کړي دی.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي، چې له دې پېښې خبر شوي؛ خو معلومه نه ده، چې دا د چار کار دی.
لعلپوره او گوشته د ننگرهار سرحدي ولسوالۍ دي، چې د دولت وسلوال مخالفین وخت ناوخته له دیورند کرښې څخه په را اوښتو په دې سیمو کې دولت ضد او ورانکاري فعالیتونه کوي.