سیمه ییز خبرونه

د ننگرهار ملي رادیو تلویزون ۱۰۲ کارکوونکي له دندو گوښه کړل

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

دننگرهارملي رادیو تلویزون ۱۰۲ کارکوونکي د اقتصادي ستونزو له کبله له دندو گوښه کړي دي.

رحمت الله زیارمل رپوت راکوي، چې د ننگرهارملي رادیوټلویزونله خبري،نشراتي اوتخنیکي برخو ۱۰۲ ځونان له دندو کوښه کړل.

   دننگرهارملي رادیوتلویزون مشر انجینرزلمىوايي:

دغوکسانو دتیرو اته کلونو راهیسې دیوه قرارداد له مخې له دي ادارې سره دنده ترسره کوله او معاش یوې بهرنۍ ادارې ورکولو، چې دنوي حكومتله راتلوسره دغه پیسې بندې شوې دي.

گوښه شوي لیکوال او خبریالحفیط الله کاموال وايي؛ د دې په ځاى، چې نورو ته د كارزمينه برابره شي دوى خپلې دندې له لاسه وركوي.

دننگرهار رادیو دنشراتو مسوول امین الله زهیر   وايي:

دا كار به په كارونو هم ناوړه اغيزه وكړي.

د ننگرهار مرستيال والي محمدحنیف گردیوال هم له دولت څخه غوښتنه كړې، چې د دي ولایت د ملي راديو تلويزيون تشكيل ډيركړي.

د ننگرهار راديو د دغو كسانو په موجوديت كې څلیريشت او تلويزيون شپاړس ساعته خپرونې درلودې.

داپه داسې حال کې ده، چې د نوي ولسمشرد منشور له مخې په دولتي ادارو کې ځوانانو ته د ډېرې ونډې ژمنه شوې ده.

Trending

Exit mobile version