سیمه ییز خبرونه
د ننگرهار ولايت د پښتورگو روغتون دې فعال شي- ننگرهاريان
د جلال آباد په ښار كې شپږ كاله مخكې د پاكستان له خوا د پښتورگو د درملنې روغتون ته ودانۍ جوړه شوه، چې پرې څلور ميليون دالرلگښت راغلى؛ خو لا تر اوسه له دې روغتون څخه استفاده نه كيږي.
د دې روغتون دروازو ته له تېروشپږ کالونوراهیسې د نامعلوم علت له مخې غټ غټ قلفونه پراته دي. په داسې حال كې، چې هره ورځ له دې ولایت څخه د پښتورگو او نورو ورته ناروغیو سلگونه ناروغان د درملنې په موخه گاوند هېواد پاکستان ته تگ راتگ كوي.
د سیمې ځايي استوگن وايي:
شپږ کاله وړاندې، چې کله د دې روغتون د جوړولو چارې پيل شوې؛ ډېرخوښ شو او هیله پیداشوه، چې د دې روغتون جوړول به مو گاونډ هېوادونو ته له تگ راتگ خلاص کړي، خو د روغتون له جوړیدو وروسته چارواکو روغتون ته غټ غټ قلفونه واچول.
دوی زياتوي، خلکو په دې اړه روغتیايي چارواکوته شکایتونه کړي؛ خو چایې غږ نه دی اوریدلی او روغتون غير فعال پاتې او د چارواکو د بې غورۍ پر لامل يې ودانۍ د له منځه تلو په حال کې ده.
د ننگرهار د عامې روغیتا ريیس داکتر بازمحمد شېرزاد هم مني، چې ډېرکلونه وړاندې د دې روغتون چارې بشپړې شوي؛ خو ترې استفاده نه ده شوې.
نوموړی د دې بې غورۍ پړه پر روغتیا وزارت اچوي او وايي:
مونږ د دې روغتون د فعالولو او چلولو مسوولیت نه لرو.
ښاغلى شېرزاد زياتوي، په تېرو څو کلونو کې د عامې روغتیا څو وزیرانو له دې روغتون څخه لیدنې کړي او د روغتون د فعالولو ژمنې یې هم کړي؛ خو په عمل کې هیڅ نه دي شوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د۲۰۱۲م کال د اوومې میاشتې په نیمايي کې د عامې روغتیا اوسنۍ وزیره ثریا دلیل هم د دې روغتون لیدلو ته راغلې وه او د روغتون په انگړکې یې همغه وخت آریانا تلويزيون ته ویلي ول، چې په ډېره بېړه به دغه روغتون فعال شي. له دې لیدنې او ژمنې څخه یو کال تېرشو؛ خو تر اوسه هم د روغتون د فعالیدلو لپاره وزیرې هیڅ ونه کړل او روغتون ته غټ قلف پروت دی.
د عامې روغتیا وزات په دې اړه له څه ویلو ډډه كړې او داسې ښکاري، چې وزارت د دې روغتون فعالولو ته اوس کوم تصمیم نه لري.
د یادونې وړده، چې د پښتورگو د دې روغتون د بنسټ ډبره په ۲۰۰۵م کال کې ایښودل شوې او ټاکل شوې، چې چارې يې د څلورکلونو په تېريدو بشړې شوي او گټې اخستنې ته وړاندې شوى؛ خو د اته کلونو په تېریدو هم له دغې روغتون څخه گټه وانه خستل شوه.
دا په داسې حال کې ده، چې د ننگرهار سیمه يیز چارواکي اوځايي خلک ډېر کله دعامې روغیتا وزارت له دې ولایت سره د موراو میرې پر سلوك تورنوي او ادعا کوي، چې په لوی لاس یې په دې ولایت کې د روغیتايي ستونزو حل ته شاه کړې ده.