تازه خبرونه

د ننگرهار ولايت په هرو زر زېږیدونکيو ماشومانو کې ۷۷ تنه مري

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ننگرهار روغتيا رياست وايي، په دغه ولايت كې په هرو زر زیږیدونکيو ماشومانوکې اووه اویا تنه خپل ژوند له لاسه ورکوي.
دوی وايي، د صحي خدمتونو نشتوالى او پرلپسې زېږېدنې د مور او ماشوم د مړینې اصلي لاملونه دي.
د ننگرهارد عامې روغتيا ريیس ډاکترنجیب کاموال وايي:
په ننگرهار كې په هرو دوه ساعتونو کې یوه ميرمن د زېږون پرمهال مري.
نوموړى زياتوي ، که روغتيايي خدمتونه ډېر، د پوهې کچه لوړه، فرهنگي محدودیتونه ليرې او يو شمېر نورو مسايلو ته پام وشي دا ستونزه به تر ډېره لږ شي.
د ننگرهار د عامې روغتیا رياست د ختیځو ولایتونو له دیني علماوو سره د زېږېدنې ترمنځ واټن ته د پاملرنې په اړه د يكشنبې په ورځ(د غويى ۲۸) یو گډ کنفرانس رابللى دى .
دیني عالم مولوي عبدالرحمان وويل:
په اسلام كې ماشوم ته د تي په وركولو ټينگار شوى او ميندې اړې دي، چې خپل ماشوم ته خپلې سيدې وركړي.
دیني عالم مولوي سیدحکیم په ډاگه كړه، چې مور ماشوم ته د شيدو په وركولو سربېره اړه ده، چې خپل او د ماشوم صحت تر څارنې لاندې ونيسي.
روغتيايي كارپوهانو په ډاگه كړې، چې د لږ ماشومانو لرل د ميندو روغتيا او د كورنيو په اقتصاد كې مثبت رول لوبولى شي.

Trending

Exit mobile version