تازه خبرونه
په ننگرهار كې يوې چاودنې دوه ماشومان ووژل
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د ننگرهار ولایت چارواکي وایي، چېچاودنه نن سهار د اته بجو په شاوخوا كې د جلال آباد ښار د عبدالحق مېنې د پل شكسته په سيمه كې رامنځته شوې، چې په کې دوه ماشومان وژل شوي او یو بل کس ټپي دی.
د ننگرهار ولايت سرپرست وياند احمدضيا عبدالزى زیاتوي، چېچاديدونكي توكي تر نوموړي پله لاندې ځاى په ځاى شوي وه.
نوموړي په ډاگه کړې، چې کیدای شي د چاودنې موخه د دغه پله نړول وي.