تازه خبرونه

د ننگرهار ولایت په اچین کې د داعش په وړاندې نوي عملیات پیل شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ننگرهار ولایت د ۱۲۰ سیلاب قول اردو د څلورمې لوا قومندان جنرال محمد نسیم سنگین وایي، دا ځل به د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د ولسي پاڅون له غړیو په سیمه کې امنیتي پوستې هم جوړې کړي.

د نوموړي په وینا؛ سیمه به له داعشیانو پاکه شي، بېځایه شوې کورنۍ به بېرته ستنې شي او په خپلو کورونو کې به بیا خپل ورځنی ژوند پیل کړي.

جنرال سنگین زیاتوي؛ په دي عملیاتو کې زمونږ پلی پوځ له هوایي مرستې هم برخمن شوی او په آسانه به داعش له پښو وغوزوو.

همدا اوس په دې ولسوالۍ کې د ولسي جرگې د لومړي مرستیال ظاهر قدیر څه نا څه ۶۰۰ کسه د حکومت تر حکم لاندې ځای په ځای شوي او ملي امنیت ژمنه کړې، چې دا کسان به بشپړ تجهیز هم شي.

 

Trending

Exit mobile version