تازه خبرونه
د ننگرهار په اچين ولسوالې كې جگړه پاى ته رسيدلې
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د اچين ولسوال غالب مجاهد وايي؛ د كوماندو ځواكونو پر ملتيا هغه سيمې بېرته له داعش نيول شوي، چې مخكې يې له لاسه وركړې وې.
نوموړى وايي، چې د اچين د پېښې او تختو په سيمه كې د بې پيلوته الوتكو په بريد كې د داعش څوارلس كسان وژل شوي دي.
هغه زیاتوي، چې په وژل شويو كې د نوراسلام، اول شاه اوركزي او شاكر باجوړي په شمول څلور قومندانان هم شته.
نوموړى په ډاگه کړه، چې نن سهار د سرحدي پوليسو هغه شپږ مړي هم ترلاسه شول، چې څو ورځې مخكې په دې جگړه كې وژل شوي وه.