تازه خبرونه

د ننگرهار په اچین کې ۲۸ وسلوال مخالفین وژل شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ننگرهار ولایت چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په اچین او بټيکوټ ولسوالیو کې د بي پیلوته الوتکې په برید او مخامخ جگړه کي د شپاړس پاکستانيو او داعش جنگیالیو په گډون اته ویشت وسلوال وژل شوي او لس نور ټپیان دي.

د اچین ولسوال غالب مجاهد ویلي، چې د بې پیلوته الوتکې دغه بریدونه د داعش تر ولکې لاندې د پېخې په سیمه کې رامنځته شوي دي.

نوموړی زیاتوي؛ په لومړي برید کې، چې پر یوه موتر شوی پېنځه وسلوال وژل شوي او په دوه یم برید کې دداعش ډلې یو ټولی پر نښه شوی، چې په کې یوولس وسلوال وژل شوي دي.

نوموړي دا هم په ډاگه کړه، چې وژل شوي ټول دپاکستان هېواد اوسېدونکي دي.

غالب زیاتوي،چې په دې وروستیو کې دبې پیلوته الوتکو او افغان هوايي ځواکونو بریدونو دداعش ملا ماته کړې ده.

اچین دداعش ډلې دراپیدا کیدو لومړنی مرکز گڼل کېږي.

 

Trending

Exit mobile version