سیمه ییز خبرونه
د ننگرهار په بټيکوټ ولسوالۍ کې گډ چاڼیزعملیات پای ته رسیدلي
امنیتي چارواکي وايي:
د ننگرهار په بټيکوټ ولسوالۍ کې د افغان گډو امنیتي ځواکونو لخوا په چاڼیزوعملیات كې د حقاني شبکې شپږویشت تنه غړي له وسلو او شواهدو سره یو ځای نیول شوي دی. په عملیاتو کې یو شمېر درندې او سپکې وسلې هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د ۲۰۱سېلاب قولي اردو كوماندان تورن جنرال محمدزمان وزیري وايي:
د ننگرهار په بټي کوټ ولسوالي کې د افغان گډوځواکونو عملیات د روانې میاشتې په شلمه نېټه پیل شوي ول، چې د دوشنبې په ورځ(د ليندۍ۲۷) په بریاليتوب پای ته ورسیدل.
هغه وايي:
په دغوعملیاتو کې د دوه يم مهم طالب كوماندانان په گډون ټول شپږویشت تنه وسله وال مخالیفن نیول شوي، چې ډېري يې د حقاني شبکې غړي دي.
وزیري زياتوي:
په عملیاتو کې لسگونه کلي له وسله والو مخالفینو په بشپړه توگه پاک شوي دي.
د نوموړي په وينا:
په عملیاتو کې گډو ځواکونو او ځایي خلکو ته هیڅ راز زیان نه دی اوښتی.
د ننگرهار والي گلا اغا شېرزى وايي، چې:
په راتلوونکيوڅو میاشتو کې به دغه ډول عملیات د خوږیاڼو، شېرزادو او حصارک ولسواليو په گډون په یو شمېرنورو ناامنه سيموو کې هم ترسره شي.
هغه له عدلي او قضايي ارگانونو وغوښتل، چې په عملیاتو کې نیول شويو کسانو ته د قانون په رڼاکې جزا ورکړي.
بټيکوټ د ننگرهار ولايت یوه له ناامنو ولسوالیو څخه ده او ډېرې سیمې یې په دې ورو سیتو کې د وسله والو مخالفینولاسته پرېوتې وي.
د سیمې یو شمېر ځايي خلک له دغو عملیاتو څخه خوښ او په نورو ناامنو سیمو کې د ورته عملیاتوغوښتنه کوي، خو د بټيکوټ ځینې نوراستوگن بیا وايي، چې:
په دغو عملیاتو کې ځينې نیول شوي کسان بېگناه دي.
وسله والو مخالفینو د چارواکو د څرگندونو په اړه تراوسه څه نه دي ویلي، خو دوه ورځې وړاندې یې رسینو ته ویلي ول، چې د بټيکوټ په عملیاتو کې د دوی څوک نه دي نیو ل شوي.