سیمه ییز خبرونه

د ننگرهار په تورخم كې د ناتو ځواكونو له سل ډېر پوځي وسايط سوځول شوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ننگرهار ولايت په تورخم کې د سرحدي پوليسو چارواكي وايي:

درې تنو بريدگرو، چې پر سپكو او درندو وسلو سمبال ول د دوشنبې په سهار شاوخوا پېنځه بجو يي په تورخم كې د بهرنيو ځواكونو پر پوځي اډې بريد وكړ.

د سرحدي پوليسو د لومړۍ لوا د پېنځم کنډک درستيزوال سمونيار سيداحمد احمدزی وايي:

بریدگرو لومړی د پوځي اډې مخې او ختیځ لوري ته د موټرو په تمځایونو کې د ناتو درول شويو موټرونو پسې مقناطسي بمونه نښلولي او وروسته یې خپل یو کرولا ډوله موټر د پولیسو یوه مرکزته نږدې وچاوه.

د ښاغلي احمدزي په وينا، بریدگرو وروسته له دې د ناتو موټرونو پسې تړليو بمونو ته د ریموت په واسطه څو پرله پسې چاودنې ورکړې او همهاله یې په سیمه کې له افغان ځواكونو سره نښته وكړه.

راپورونه د  چارواكو له قوله په ډاگه كوي، چې:

د امنيتي ځواكونو او بريد كوونكيو تر منځ نښتې درې ساعته دوام وكړ او د آيساف په هوايي بريد كې درې واړه بريد كوونكي ووژل شول.

د راپور له مخې په دې برید کې افغان او بهرنیو ځواکونو ته ځاني زیان نه دی اوښتی؛ خو پنځوس تیلر او په هغې کې بار د آیساف پنځوس پوځي موټر له یو شمېر پوځي وسایطو سره، چې له افغانستان څخه لېږدول کيدل سوځیدلي دي.

بلخوا په ختيځ کې د سرحدي پوليسو رييس ارکان حسين خېل وايي، بريدکوونکيو د سرحدي پوليسو جامې اغوستې وې.

په کابل کې د ناتو په مشرۍ د آيساف مطبوعاتي دفتر د دوى پر پوځي ادې دغه بريد ناكام بللى او په يوه خبرپاڼه كې يي ويلي، درې واړه بريد كوونكي وژل شوي او آيساف ځواكونو ته مرگ و ژوبله نه ده اوښتې.

وسله والو طالبانو د دې بريد مسووليت په غاړه اخيستى او آيساف ځواكونو ته يې د درانده مالي زيان اړولو ادعا كړې ده.

د دغې پېښې له كبله د ورځې تر دولس بجو د تورخم ـ جلال باد لویه لار تړل شوې وه او زرگونه  کسان، چې ناروغان هم په کې ول بندپاتې ول.

د يادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم څو ځله دغلته وسله والو طالبانو ځانمرگي بریدونه کړي او گډو ځواکونو ته په کې مرگ و ژوبله اوښتې ده.

Trending

Exit mobile version