سیمه ییز خبرونه

د ننگرهار په تورخم کې ځانمرگي درې سرتېري ټپيان کړل

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ننگرهار په  تورخم کې نن سهار يوه ځانمرگي بريدگر درې سرتېري ټپيان کړل.

د ننگرهار د امنيه قوماندانۍ وياند حسن مشرقيوال وايي، چې دا بريد په تورخم كې د ملي امنيت مديريت مخې ته شوى، چې يو سرتېرى يې ټپي كړى.

په دغه ولايت كې د سرحدي پوليسو يو چارواكى وايي، چې:

په دې بريد كې، چې په اووه بجو شوى يو د ملي امنيت سرتېرى او دوه سرحدي پوليس ټپيان دي.

دغه راز د ننگرهاروالي وياند احمدضيا عبدالزى وايي، چې د دغه ولايت د غني خېلو ولسوالې اجرائيوي مدير مولوي محمد ابراهيم نن د وسله والو په بريد كې وژل شوى دى.

هغه وايي، دا بريد د غني خېلو د نري پله په سيمه كې شوى دى.

Trending

Exit mobile version