سیمه ییز خبرونه
د ننگرهار په سرحدي سمیو کې پاکستاني ځواکونه خپل بيرغونه لگوي
افغان چارواکي وايي:
له څو ورځو راهيسې د لالپورې او گوشتې ولسواليو په گډو سرحدی سیمو کې پاکستانيو ځواکونو د نوې دروازې د جوړولو او د دغه هېواد د بيرغونو د لگولو چارې پيل کړې دي.
د لالپورې امنيه قوماندان سمونوال آدم خان جبارخېلپه ډاگه كړې، چې:
په هغې سرحدي سیمه کې، چې اوس په کې پاکستانيو ځواکونو د دروازې د لگولو چارې پیل کړي د افغان ځواکونو له ځايي پوستوشاخوا ٣٥ کيلو متره ليرې ده.
د نوموړي په وينا، پاکستاني ځواکونه له پولې راتېر شوي او نورهم د وړاندې راتگ هڅه کوي.
په ختیځ کې د سرحدي پولیسوقوماندان ولي خان شنواری د قوماندان آدم خان د څرگندونو پخلی کوي او وايي، چې:
سیمې ته د ستونزې د څېړلو لپاره يو پلاوى رسيدلى، چې له پاکستانوچاروکوسره خبرې وکړې؛ خو کومه پایله یې ورنه کړه.
قوماندان دا هم وايي، چې پاکساني ځواکونه په سیمه کې پکار بوخت دي او افغان امنیتي ځواکونه د مرکزي دولت د لارښوونې په تمه دي.
د ننگرهار والي ویاند احمد ضیا عبدالزی وايي:
ولایتي چارواکو د دې ستونزې په اړه له مرکزي دولت سره خبرې کړي او ډېر ژر به ورته د حل يوه لار پیداشي.
د لالپورې یو شمېراوسيدونکي وايي، پاکستاني ځواکونه ورځ تر بلې له پولې را اوړي او د افغانستان په خاوره کې پوستې جوړوي؛ خو په سیمه کې میشت سرحدي پولیس او نورچارواکي د هغوی قدمونه شماري.
دوی وايي که افغان چارواکي له پاکستان سره د سرحدي سیمو په اړه همداسې بې غوره پاتې شي؛ نو ډېرې سیمې به پاکستاني ځوکونه لاندې کړي.
په ننگرهار کې د پاکستانيو ځواکونو له خوا دا اقدام په داسې حال کې کیږي، چې د گاونډ ولایت کونړ په سرحدي سیمو كې یې هم یو ځل بیا توغندیز بریدونه پیل کړي. له دې وړاندې پاکستانيو ځواکونو د تورخم په سرحدي سيمه کې هم د دروازې لگولو هڅې کړي؛ خو پرلگولو یې بریالي شوي نه دي.