تازه خبرونه

د ننگرهار په لیرې پرتو سیمو کې ښځېنه داکترانو دندې پریښې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

چارواکي وايي، لسگونه داسې روغتونونه شته، چې ښځې په کې د ناامنیو له کبله دندې نه ترسره کوي.

د ننگرهار د عامې روغتیا رييسداکترنجیب کاموال وايي:

په یو شمېرلیرې پرتو ناامنه سیمو کې له څه مودې راهیسې ښځينه داکترانې دندې نه ترسره کوي، چې له کبله یې ښځینه ناروغان له گڼو ستونزو سره مخ دي.

هغه زیاتوي، د دې تشې د ډکولو له پاره د طبي علومو په انستيتيوت کې ۲۶ نجونې او ۳۴ هلکان روزل شوې او ژمنه یې کړې، چې په لیرې پرتوسیمو کې به دندې ترسره کوي.

د نوموړي په وینا؛ داكسان، چې په ناامنو سيمو كې به دنده اجراكوي تر نورو ډېر امتياز وركول كيږي.

له طبي انستیتوت څخه فارغه سمینه عزیزي ويلي، په ناامنو سيمو كې به هم دنده پرمخ يوسي .

دمگړۍ په ننگرهار کې ۴۵۰ ښځې د روغتیا په برخه کې دندې ترسره کوي.

د ننگرهارد طبي علومو انیستیوت له ۲۰۰۲ کال راهیسې فغال دی، چې تروسه یې ۶۸۰ کسان ټولنې ته د خدمت له پاره وړاندې کړي.

خبریال: رحمت الله زیارمل

Trending

Exit mobile version