تازه خبرونه
د ننگرهار په هسکې مېنه کې د داعش څلور مرکزونه بمبارد شول
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د ننگرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، دا بمبارد د هسکې مينې ولسوالۍ په قلعه شیخان، دیوانه بابا او صندوق شاه سیمو کې شوی، چې په کې د مولوي هاشم په نوم د داعش د يوه قومندان په گډون ۲۵ جنگیالي وژل شوي او ۳۱ نور ټپیان دي.
هغه زیاتوي، په بمبارد کې د داعش ډلې د جنگیاليو څلور موترې،یو میل دهشکه او لسگونه سپکې وسلې هم له منځه تللي دي.
داپه داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې افغان چورلکو په اچین ولسوالۍ کې ورته بمبارد کړې و، چې په کې د داعش له ۶۸ ډېر جنگیالي وژل شوي وه. داعش ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.