تازه خبرونه

د ننگرهار په کوټ ولسوالۍ کې داعش لسگونه کورونه سوځولي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د کوټ ولسوالۍ اوسیدونکيو په ډاګهکړې، چې د جگړو له کبله مو خپل کورونه پرېښي او داعش وسلوالو یې تېره ورځ کورونه لوټ کړي او سوځولي دي.

دوی ویلي، چې د جگړو له کبله یې خپل کورونه پرېښي او په خپل ولايت کې يې د ژوندکولو لپاره خيمې درولي دي.

د دوی په وینا؛ داعش وسلوالو د دوی کورونه سوځولي؛ خو حکومت يې هېڅ مرسته نه ده کړې.

په ننګرهار کې چار واکي وايي، داعش ډلې د ملکي خلکو لسګونه کورونه سوځولي دي.

د ملکي خلکو ګڼې مېنې او کورونه، چې څو میاشتې وړاندې ترې د سختو جګړو له امله اوسیدونکي کوچیدلي وه تېره ورځ د ځايي خلکو په وینا داعش وسلوالوسوځولي دي.

د کوټ یو قومي مشر ملک احمد زی وايي، د سې پای په سیمه کې شاوخوا دوه سوه کورونه او په کې پاتې توکي سوځول شوي دي.

د کوټ ولسوال د کورونو د سوځیدو پخلی کوي؛خو شمېر يې هومره ډېر نه ښيي.

د کوټ ولسوال سید رحمان، وايي، دغه کورونه د حکومت له ولکې په وتلې سیمه کې سوځول شوي دي.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې، چې تېره ورځ د غني خېلو ولسوالۍ په ۲۷مه وياله کې امنيتي ځواکونو په يوه چاپه کې اووه کسان وژلي او يو شمېر نور يې ټپيان کړي دي.

داعش د ۲۰۱۴ کال په پای کې د هېواد له ختيځ  ننگرهاره سشر راپوزرته کړ؛ په لومړيو وختونو کې يې گڼې سيمې لاندې کړې، چې ډېري غړي یې پخواني مجاهدین دي.

ځینو سرچینو په ډاګه کړې؛ له تېرو دوه کلونو راهيسې امريکا او افغان حکومت پر داعش دوه سوه بريدونه کړي، چې په کې د دې ډلې پر سلګونه غړیو برسېره د داعش سیمه ییز مشر حافظ سعید او د ده ویاند شاهدالله شاهد هم وژل شوي دي.

په دغو بريدونو کې افغانستان لپاره د داعش مشر حافظ سعيد خان، د دغې ډلې وياند شاهدالله شاهد او يو شمېر نور غړي وژل شوي دي.

Trending

Exit mobile version