سیمه ییز خبرونه
د ننگرهار په گوشته كې د پاكستان پوځي دروازه د منلو وړ نه ده
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي:
د ننگرهار په گوشته كې پاكستان بايد ډېر ژر درول شوې پوځي دروازه ليرې كړي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زى وايي:
په بروكسل كې به د ناټو تړون د غړيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو ناسته جوړه شي، چې په كې به زلمى رسول هم گډون كوي.
په دې وروستيو كې پاكستان د ننگرهار د گوشتې په ولسوالۍ كې دروازه او پوځي تاسيسات جوړ كړل، چې د پاكستانيو چارواكو دا اقدام د كابل له سخت غبرگون سره مخ شو.
د افغانستان ملي دفاع وزارت د دغې دروازې د ليرې كولو لپاره د هر اړخيزو امكاناتو له كارولو خبرې وكړې. له دې سره په يوه وخت پاكستان د دې دروازې د ليرې كولو خبر وركړ.
د يوې اوونۍ په تېريدو اوس د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي:
پاكستان تر اوسه د دې دروازې د ليرې كولو لپاره اقدام نه دى كړى.
ښاغلى جانان موسى زى وايي:
افغانستان هيله من دى، چې د ناټو تړون غړي هېوادونه د افغان ځواكونو په تجهيز او ملاتړ كې هڅې وكړي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند زياتوي:
د كابل او واشنگتن تر منځ پر امنيتي هوكړه ليك خبرې دوام لري.
دوى وايې:
د افغانستان او پاكستان ترمنځ امنيتي هوكړه ليك به له ۲۰۱۴ م كال وروسته عملي شي او په لاسليك كې يې بايد بيړه ونه شي.
د يادونې وړ ده، چې ديورند كرښه نه يوازې افغانستان او پاكستان بېلوي، بلكې يوه لانجمنه پوله هم شمېرل كيږي. پر دې كرښې د ترهگرو تگ راتگ، د پاكستانيو پوځيانو توغنديز بريدونه او د نشه يي توكو قاچاق هغه مسايل دي، چې په تېره لسيزه كې پرې افغان حكومت بشپړ اندېښمن شوى دى.