سیمه ییز خبرونه

د ننگرهار په گوشته کې درې پوړيز ښوونځى جوړيږي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ننگرهار د پوهنې ریاست مسوولینو د دغه ولایت د گوشتې ولسوالۍ د انارگي او تورکاڼې په سرحدي سیمه کې د یوه منځني ښوونځي لپاره د یوې درې پوړیزې دانۍ د بنسټ ډبره کیښوده.

د پوهنې ریيس الله داد اسما عیلزي په سیمه کې آریانا خبريال ته وویل، چې دغه درې پوړیزه ودانۍ ۱۶ تدریسي، څلور اداري او یو شمېرنورې د اړتیا وړخونې ولري.

د ننگرهار ولايت پوهنې ریس الله داد اسماعیلزی وايي:

دغه منځنى ښوونځى د پوهنې وزارت لخوا د پېنځه ویشت میليون افغانیو پر مالي لگښت د شپږ میاشتو په موده کې په پاخه اواساسي توگه جوړیږي.

نوموړې زياتوي:

له دې سره به په سیمه کې د زده کوونکيو د ښوونيزې سرپنا ستونزه حل شي.

هغه وايي:

مرکزي دولت لارښوونه کړې، چې د یادې او نورو ولسوالیو په سرحدي سیمو کې دې د بیارغونې کارونه پراخه شي.

د سیمې ځايي اوسیدونکي په پروژه او سیمې ته د پوهنې د ريیس پر وتگ خوښ شوي؛ خو په سیمه کې د نورو ورته  پروژو د پلي کیدوغوښتنه کوي.

ویل کیږي، چې په ننگرهار له نیمايي ډېر ښوونځي سرپنا نه لري او زده کوونکي یې ترشنه آسمان لاندې خپلې زده کړې کوي، چې ډېري يې د دغه ولایت په سرحدي سیمو کې دي.

نږدې څو ورځې وړاندې وزیرانو شورا پخپله نوبتي غوڼده کې پرېکړه وكړه، چې د ختیځې سیمې په سرحدي سیمو کې د پاکستان د اغېز د مخنیوي لپاره دې د بیارغونې کارونه پراخه شي.

ویل کیږي، چې د دې پرېکړې د پلي کیدو لپاره د دې نویو پروژو پیل د ننگرهار د پوهنې ریاست چارواکو وکړ.

کارپوهان وايي، په سرحدي سیمو کې د پاکستان د اغېز د مخنیوي لپاره دا یوه ښه پرېكړه ده.

گوشته د ننگرهار ولسوالي ده، چې په دې وروسیتو کې په کې پاکستانيو خوزښتونو زور اخيستی او افغان دولت هڅه کوي، چې له هرې ممکنې لارې د دې خوځښتونو مخه ونیسي.

Trending

Exit mobile version