سیمه ییز خبرونه
د ننگرهار کانال څه نا څه شپږ زره جریبه ځمکه بيا خړوبه شوه
چارواکي وايي:
د ننگرهار کانال شاوخوا شپږ زره جریبه ځمکه له پېنځلس کلن ځنډ وروسته بېرته خړوبه شوې ده.
د دوه يم نمبر کانال دغه زرگونه جریبه ځمکه د اوبو د نشتوالي له كبله شاړه شوې وه، چې په کې د زیتونو ټولې ونې له منځه تللې دي.
د ننگرهار کانال رييس انجنير زيارت گل راحل وايي:
د كانال شاړه شوې ځمكه د یوې پروژې په ترڅ کې بېرته تر اوبو لاندې راوستل شوې او د نویو ونو د کینولو لړۍ هم په کې پیل ده.
ښاغلى راحل وايي:
په ١٣٩٢ل کال کې د آسيايي پرمختيايي بانک او ايټاليې هېواد له لوري د ننگرهار په کانال کې د ٢٢ ميليون دالرو په ارزښت پروژې پلې کیږي، چې په کې به يو ميليون دالر د زيتونو د فابريکې او توليد په برخه کې مصرف شي او پر پاتو به یې د اوبو لگولو نور سيستمونه ورغول شي.
د ننگرهار مرستيال والي محمد حنيف گرديوال وايي:
د ننگرهار په کانال کې اوس هم ډېرې ستونزې موجودې دي.
د نوموړي په وينا، د ستونزو د حل لپاره به جدې هڅې وشي.
نوموړي په ډاگه كړه، چې د پخوا په پرتله د مركزي دولت پاملرنه ننگرهار کانال ته کمه شوې ده.
د يادونې وړ ده، چې ننگرهار کانال شاوخوا ٢٥٠٠٠ هکتاره ځمکه لري، چې بېلابېل زينتي، ميودار او بې ميوې بوټي په کې کرل شوي او د هېواد په کچه د کرنې په برخه کې يوه تر ټولو ستره پروژه گڼل کيږي، خو وروستیو جگړو یې ډېرې برخې ویجاړې کړي او دا لړۍ اوس هم روانه ده.
