تازه خبرونه
د نورالجهاد سب سټېشن پروژې چارې ۶۰ سلنه ترسره شوي
(Last Updated On: ليندۍ ۱۹, ۱۴۰۲)
د هرات ولایت نورالجهاد سب سټېشن د ریټینګوال برخې د کېندلو، قالب بندۍ او کانکریټ اچولو چارې ۶۰ سلنه بشپړې شوې دي.
د افغانستان برښنا شرکت په ایکس پاڼه کې دا هم ویلي، چې اړوند تخنیکي کارکوونکي شپه او ورځ هڅې کوي، چې پاتې چارې ژر تر ژره بشپړې او نوموړی سب سټېشن ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د دې سب سټېشن وړتیا ۱۲۵ میګاولټه ده، چې د چارو له بشپړېدو او فعالېدو سره به په دې ولایت کې زرګونه نویو پېرودونکو ته برښنا ورسیږي.
ویل کیږي، چې د دې سب سټېشن چارې د افغانستان برښنا شرکت پر مالي لګښت د ترکمن انرګو قراردادي شرکت له لوري ترسره کیږي.