تازه خبرونه

د نورستان نوی ټاکل شوی والي وایي ،چي د امنیت ټینګښت يي کاري لومړیتوب دی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د نورستان نوی ټاکل شوی والي وایي چي د ولسمشریزو نوماندانو د ټاکنیزو کمپاینونو د امنیت ټینګول یي په کاري لومړیتوبونو کې دی.

حافظ عبدالقیوم چي په دي وروستیو کي د نورستان د والي په توګه ټاکل شوی دی ټینګار کوي چي نورستان له زیاتو امنیتي ګواښونو سره مخ دی. له بل خوا په ولایتي او د ولسي جرګي کې د یاد ولایت استازي وایي چي نورستان په تیرو ۱۳ کلونو کي ښه امنیت نه دی درلود.

د مشرانو جرګي پخوانی غړی چي په دي وروستیو کي د نورستان د والي په توګه ټاکل شوی دی وایي چي د حکومت د بي غورۍ له امله په دي ولایت کي د پام وړ کارونه ندي شوي.

له بل لوري د ولسي جرګي غړی احمد الله موحد ټینګار کوي چې نورستان اوس مهال امنیت ته ډېره اړتیا لري چي باید په ډي اړه نوی والي جدي پاملرنه وکړي.

د نورستان د ولایتي شورا مرستیال په دې اړه وویل چي په تیرو ۱۳ کلونو کي د یاد ولایت اوسیدونکي د امنیت له پلوه ډاډ من نه وو

د ګاونډي هیواد پاکستان سره د نورستان د څو ولسوالیو سرحدي پوله د دې لامل شوي چې وسله وال مخالفین په آسانه توګه په دغه ولایت خپل بریدونه تر سره کړي.

Trending

Exit mobile version