تازه خبرونه

د نورستان واورینو ښکلاګانو د سیلانیانو پام ځان ته راواړاوه

نورستان د افغانستان په ختیځ کې پروت هغه غرني ولایت دی، چې د طبیعي منظرو او ښکلاګانو له کبله یې د سیلانیانو پام ځانته رااړولي دی.

Published

on

يو شمېر سیلانیان، چې نورستان ته د ژمې په دې سړه هوا او واورین موسم کې ورغلي وايي، چې د  طبیعي ښکلاوو ننداره کوي او خوند ترې اخلي.

نورستان د افغانستان په ختیځ کې پروت هغه غرني ولایت دی، چې د طبیعي منظرو او ښکلاګانو له کبله یې د سیلانیانو پام ځانته رااړولي دی.

دې ولایت ته په اوړي کې پر کورنیو سیلانیانو سربېره بهرني سیلانیان هم ورځي.

سیلانیان د واورو له ورېدو خوند اخلي او د ښکلاګانو په دې چاپېریال کې ګرځي او انځورونه اخلي.

دغه سیلانیان وايي؛ د منظرو او طبیعي ښکلاو ننداره کوي او خوند تري اخلي.

سیلانیانو د دې ولایت ته د ورغلي سړک له خرابوالي شکایت کوي.

دوی ویلي؛ له وارو پوښل شوي غرونه، کنګل، کنډ او کپرسړک او وخت ناوخت د غرونو له څنډو د تیږو او خاورو راښويېدنه هغه څه دي، چې خلکو ته یې سفر ستونزمن کړی دی.

د نورستان ولایتي چارواکو ويلي؛ د سیلانیانو لپاره يې د اسانتیاوو برابرولو په برخه کې اقدامات پیل کړي او وخت نا وخت د واورو پرمهال بند سړکونه هم خلاصوي.

د نورستان والي ویاندوایي: د سیلانیانو لپاره يې د ګڼو خدموتونو او اسانتیاوو د برابرولو چاري پیل کړي او د سړک د جوړولو لپاره هم هڅې کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د دې ولایت چارواکو ویلي، چې د نورستان او کونړ تر منځ د غځيدلي سړک د رغونې چاري یې پیل کړي او د مخابراتي شبکو د خدماتو وړاندې کولو ته هم پاملرنه شوې ده.

Trending

Exit mobile version