1393ټاكنې

د نورستان ولایت په تاکنو کې پراخه درغلۍ شوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د نورستان د ولایتي شورا یو شمېرنوماندانو د پنجشنبې په ورځ(د وري۲۱) په جلال آباد كې د يوې غونډې په ترڅ كې ادعا وكړه، چې په نورستان كې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراگانو ټاكنې له پراخې درغلۍ سره مخ شوې دي.

دوى وايي، چې دا درغلۍ د ټاكنو د خپلواك كميسيون د ساحوي كارمندانو او محلي چارواكو له خوا شوې دي.

دا كسان ادعا كوي، چې خلك ډېرو ټاكنيزو مرکزونه ته د رایې اچونې لپاره نه دي تللي؛ خو د ټاکنو کمیسون ترې ډک صندقونه ولایتي دفترته وړي دي.

په نورستان کې د ټاکنو خپلواک کمیسيون ولایتي مسوول عزت الله نورستانی دغلته درغلۍ نه ردوي؛ خو په هغه اندازه نه دي، چې نوماندان یې یادونه کوي.

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم وايي، چې امنیتي او ولایتي چارواکو په ټاکنو کې هیڅ ډول مداخله نه ده کړې؛ خو یوازې يې د ټاکنو ترسره کیدو ته په بې پرې توگه هڅې كړي دي.

د نورستان لپاره ۷۲ انتخاباتي مرکزونه په پام کې نیول شوي ول؛ خو د چارواکو په وینا د ټاکنو په ورځ ترې یوازې ۳۷ خلاص او نور تړلي ول.

Trending

Exit mobile version