تازه خبرونه

د نورستان په دواب ولسوالۍ کې له طالبانو سره نښته ۵ ورځنۍ شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د نورستان پهدواب ولسوالۍ کې له۵ورځو راهیسېد وسلوالو طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې روانې دي.

د نورستان سرپرست حافظ عبدالقیوم وایي، تېر ماښام طالبانو ته په دې ولسوالۍ کې تلفات هم اوښتي دي. هغه زیاتوي، په دې نښتو کې درې طالبان وژل شوي او اته نور ټپیان دي.

نوموړي په وینا؛ طالبانو پر یوه  کور راکتي برید کړی، چېپه کې یوه ښځه او څلور ماشومان ټپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې نښتو کې خپلې غاړې ته د اوښتې مرګ و ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

Trending

Exit mobile version