Connect with us

تازه خبرونه

د نورستان په سېلابونو کې له ۴۰ ډېر کسان مړه شوي؛ بېړنۍ مرستې پر لاره دي

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک ویلي؛ دغو سېلابونو کورونو، دولتي ودانیو او سوداګریزو مرکزونو ته پراخ زیانونه اړولي او په زیانمنو سیمو کې د لټون او ژغورنې عملیات روان دي.

خپور شوی

د

ملګرو ملتونو ویلي، چې د افغانستان په ختیځو سیمو کې د سختو اورښتونو او ناڅاپي سېلابونو له کبله تر اوسه له ۴۰ ډېر کسان مړه شوي، لسګونه نور ټپیان دي او یو شمېر کسان اوس هم نادرکه دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک ویلي؛ دغو سېلابونو کورونو، دولتي ودانیو او سوداګریزو مرکزونو ته پراخ زیانونه اړولي او په زیانمنو سیمو کې د لټون او ژغورنې عملیات روان دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، ملګري ملتونه له بشري مرستندویانو سره د همغږۍ له مخې د زیانونو د کچې ارزونه کوي او د سېلاب ځپلیو لپاره د بېړنیو مرستو رسولو ته چمتووالی نیسي.

دوجاریک زیاته کړې؛ بېړنۍ سرپناوې، خوراکي توکي، روغتیايي چوپړتیاوې، د ژوند لومړني وسایل او رواني ملاتړ د سېلاب ځپلیو لپاره د مرستو له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.

نوموړي همدارنګه ویلي؛ ګرځنده روغتیايي ډلې زیانمنو سیمو ته لېږل شوې دي، روغتیايي مرکزونه د بېړنیو حالاتو د سمبالولو لپاره چمتو شوي او طبي وسایل، خوراکي توکي او د تغذیې اړوند توکي دغو سیمو ته لېږدول کېږي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند ټینګار کړی، چې د سړکونو ویجاړېدا او جغرافیایي ستونزې د مرستو د رسولو بهیر له ننګونو سره مخ کړی دی.

تازه خبرونه

د کابل پر«امید روغتون» دې د پاکستان هوايي برید خپلواک وڅېړل شي

یادې ټولنې ویلي؛ د دوی څېړنو داسې هیڅ شواهد نه‌دي موندلي، چې ګواکې دغه مرکز پوځي کارونې ته ځانګړی شوی و او یا په کې وسلې او مهمات ساتل کېدل.

Published

on

د بښنې نړیوالې ټولنې تازه څېړنه ښيي: د پاکستان هوايي برید، چې د مارچ پر شپاړلسمه په کابل کې د روږدو د درملنې پر مرکز«امید روغتون» ترسره شوی؛ « له نړیوال بشردوستانه قانون څرګنده سرغړونه» ده او ښايي د جنګي جنایت بېلګه وبلل شي.

یادې ټولنې ویلي؛ د دوی څېړنو داسې هیڅ شواهد نه‌دي موندلي، چې ګواکې دغه مرکز پوځي کارونې ته ځانګړی شوی و او یا په کې وسلې او مهمات ساتل کېدل.

د بښنې نړیوالې ټولنې د څرګندونو له مخې، د پاکستان دغه هوایي برید د نړیوال بشردوستانه قانون بنسټیز اصول؛ پر ځانګړي توګه د روغتیايي مرکزونو خوندیتوب او د پوځي موخو او ملکي وګړو ترمنځ د تفکیک اصل، تر پښو لاندې کړی دی.

د بښنې نړیوالې ټولنې د سویلي آسیا د برخې سرپرستې ایزابیل لاسي ویلي، پر «امید روغتون» برید« له نړیوال بشردوستانه قانون څرګنده سرغړونه» ده او ښايي د جنګي جنایت بېلګه وبلل شي.

هغې له پاکستان څخه غوښتي، چې د دغه مرکز د پر نښه کولو د پرېکړې بهیر په اړه روڼ، خپلواکه او بې پرې څېړنه ترسره کړي او پایلې یې له خلکو سره شریکې کړي.

د دغې ټولنې د موندنو له مخې؛ برید داسې مهال ترسره شوی، چې «امید روغتون» له یوې لسیزې ډېر وخت د درملنې یو روغتیايي مرکز پېژندل کېده او د برید پر مهال هم تر زر ډېر ناروغان په کې ول. د بښنې نړیوالې ټولنې ټینګار کړی، چې د مرکز د تخلیې لپاره هیڅ مخکینی خبرداری ورکړ شوی نه‌و.

یادې ټولنې ویلي، د دې راپور د چمتو کولو لپاره یې له ۶۰ څخه ډېر انځورونه او ویډیوګانې، تر ۳۰ زیاتې سپوږمکۍ انځورنې او همدارنګه د ۱۱ شاهدانو، کارکوونکو او د قربانیانو د کورنیو د غړو څرګندونې ارزولې دي.

د راپور له مخې، پاکستاني چارواکو هغه مهال ادعا کړې وه، چې دغه مرکز د وسلو او مهماتو د ساتنې لپاره کارېده؛ خو د خپرو شویو انځورونو او د مهماتو د پاتې شونو ارزونه د دوه‌یم ځل چاودنو او یا د وسلو د زېرمې د شتون هیڅ نښه نه‌تائیدوي.

بښنې نړیوالې ټولنې همدارنګه یادونه کړې، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي(یوناما) له دې مخکې تائید کړې وه، چې په دې برید کې لږ تر لږه ۲۶۹ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۲۲ نور ټپیان دي.

یادې ټولنې له پاکستاني حکومت څخه غوښتي: که کافي شواهد موجود وي؛ نو ټول هغه کسان دې د نړیوالو قوانینو له مخې تر عدلي تعقیب لاندې راولي، چې د دغه برید د پرېکړې او عملي کولو مسوولیت یې درلود.

Continue Reading

تازه خبرونه

له ۱۰۰ ډېرو افغان سوداګرو او پانګه‌والو ازبکستان ته سفر وکړ

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو له مخې؛ په دې درې ورځني سفر کې به د ازبکستان د سردریا ولایت له چارواکو سره لیدنې، د سوداګریزو شرکتونو ترمنځ ناستې او له تولیدي مرکزونو څخه لیدنې ترسره شي.

Published

on

د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس سید کریم هاشمي د دغې خونې د مشرتابه او له سل ډېرو افغان سوداګرو او پانګه‌والو پر ګډون د یوه لوړپوړي پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته سفر کړی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو له مخې؛ په دې درې ورځني سفر کې به د ازبکستان د سردریا ولایت له چارواکو سره لیدنې، د سوداګریزو شرکتونو ترمنځ ناستې او له تولیدي مرکزونو څخه لیدنې ترسره شي.

یادې خونې ویلي، چې د دې سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراخول، د پانګونې هڅول او د اوږدمهالو اقتصادي همکاریو پیاوړي کول دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان پر وړاندې د ملګرو ملتونو بندیزونه نور اغېزمن نه‌دي – هند

په ملګرو ملتونو کې د هند دایمي استازي پرواټه‌نني هریش د امنیت شورا په وروستۍ غونډه کې ویلي؛ اوسني بندیزونه نور اړین اغېز نه‌لري او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي، چې د افغانستان په اړه یو نوی او رښتینی چلند غوره کړي.

Published

on

په ملګرو ملتونو کې د هند دایمي استازي ویلي، چې د افغانستان په سیاسي وضعیت کې له پراخو بدلونونو سره اوس هغه وخت رارسېدلی، چې نړیواله ټولنه د دې هېواد پر وړاندې د ملګرو ملتونو پر اوسنيو بندیزونو بیاکتنه وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د هند دایمي استازي پرواټه‌نني هریش د امنیت شورا په وروستۍ غونډه کې ویلي؛ اوسني بندیزونه نور اړین اغېز نه‌لري او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي، چې د افغانستان په اړه یو نوی او رښتینی چلند غوره کړي.

نوموړي ټینګار کړی، چې د افغانستان سیاسي وضعیت د پخوا پر پرتله د پام وړ بدلون کړی او د تنبیهي تګلارو دوام د شته ننګونو په اواري کې مرسته نه‌شي کولی.

د هند استازي همدارنګه د افغانستان په خاوره کې د پاکستان هوايي بریدونه غندلي او د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي(یوناما) د موندنو پر ډاډ ویلي، چې دغو بریدونو ملکي وګړو ته د پام وړ مرګ‌ او ژوبله اړولې ده.

هریش په خپلو څرګندونو کې پاکستان تورن کړی، چې د افغانستان پر وړاندې یې سوداګریز او ټرانزیټي محدودیتونه لګولي دي او د سوداګرۍ د پراختیا او د افغانستان د اقتصادي وضعیت ښه‌والي ته د زمینې برابرولو لپاره يې د دغو محدودیتونو د لرې کولو غوښتنه کړې ده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117