سیمه ییز خبرونه

د نورستان په کامديش ولسوالى کې څلويښت وسله وال مخالفين وژل شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په ختيځ کې د سرحدي پوليسو وياند ادريس مومند وايي:

په دې سيمه کې اوس هم عمليات دوام لري او په نيول شوېو ځاېونو کې سرحدي پوليس ځاى په ځاى شوي دي.

د نورستان د کامديش ولسوالى په ميرديش سيمه کې د افغان اوبهرنيو ځواکونو د طوفان  په نوم ګډو عملياتو کې څلويښت وسله وال مخالفين وژل شوي، شل تنه ټپيان اواتلس يې ژوندي نيول شوي دي چې په کې دوسله والو يو شميرمهم مشران هم ګډون لري.

نوموړى زياتوي دعملياتوپه ترڅ کې د کونړ په ناړۍ او نورستان ولايتونو کې د وسله والو څخه ګڼ شمير سيمې نيول شوي.

مومند زياتوي چې په دې سيمه کې ډيرۍ پاکستاني، عرب او چيچن وسله وال ځاى په ځاى شوي وو چې له تيرې يوې اونۍ په دې سيمه کې د افغان اوبهرنيوځواکونو لخوا ګډ پوځي عمليات پيل شوي دي چې په وينايې دوي به د وسله والو مخالفينو د مرکزونو د له منځه وړولو په موخه عمليات نور هم وغزوي، نوموړى وايي تراوسه په دې عملياتو کې امنيتي ځواکونو او ولسي خلکوته کوم زيان نه دى اوښتى.

خو د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا دعوا کوي چې په دغو عملياتو کې يې افغان او بهرنيوځواکونو ته دروند زيان اړولى خو د کره شميرې په اړه يې څه نه وايي.

د ناړۍ اونورستان دغه سرحدي سيمې د پاکستان چترال سيمې سره پوله لري او د پاکستاني طالبانو د تګ راتګ مهمه لار ده چې د دې لارې څخه په استفادې په کونړ او نورستان کې په افغان او بهرنيو ځواکونو بريدونه  کوي.

Trending

Exit mobile version