سیمه ییز خبرونه
د نورستان په کامدیش ولسوالۍ كې وژنو خلك اندېښمن كړي
دنورستان دکامدیش ولسوالۍ اوسيدونكي وايي، پاکستاني پوځیان دوسله والوطالبانوپه جامه کې گرزي اوپه یو اوبل نوم عام خلک وژني.
دوی وايي، دغه ډله، چې مخونه یې پټ دي اوپه اشاروخبرې کوي له نوروطالب وسله والوسره یوځای یوشمېرهغه طالب جنگیالي هم په دار ځړوي،چې پرافغان ځواکونوله بریدونو ډډه کوي.
دنورستان والي حافظ عبدالقیوم نورستانی هم په کامدیش کې دامنتي ستونزوپخلي کوياو له مرکزي دولت څخه غوښتنه کوي، چې دنورستان ستونزوته جدي پاملرنه وکړي.
په ختیځ کې دسرحدي پولیسو چارواكي هم دغلته په شخصي جاموکې دپاکستانيوپوځیانودخوزښتونوپخلی کوي او وايي:
له همدې كبله دغلته دوسله والوډلوترمنځ ځینې اختلافات پیداشوي،چې له کبله یې په خپلو کې یوشمېرکسان مړه اوژوبل کړي دي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي،چې کامدیش ته پاکستاني پوځیان نه، بلکې د طالبانو تازه دمه ډله استول شوې، چېپخپلو لیکوکې دولت پلوه کسان پیدا کړي.
نوموړي زياته كړې، چېپه دې لړکې دولس تنه موندل شوي، چې شپږتنه یې په نورستان اوکونړکې په دارځړول شوي دي.
نورستان یوسرحدي ولایت دی، چې دوروستۍ لسیزې په هر اړخيزو نړيوالو مرستوکې یې هم اوسیدونکيو دوژندلومړنیو آسانتیاووته لاسرسی ونه موند.