تازه خبرونه
د نورم او ستندرد اداره د بې كيفيته تېلو او گازو د پلور جواز وركوي
د افغانستان د گازو او نفتي موادو د شركتونو د اتحاديې چارواكي د نورم او ستندرد په اداره تور لگوي، چې په بازار كې د بې كيفيته تېلو او گازو د پلور جواز وركوي.
د افغانستان د نفتي توكو او گازو د اتحاديې چارواكي د وزيرانو شورا له پرېكړې هركلى كوي؛ خو زياتوي، چې اوس هم د نورم او ستندرد ادارې په اجازه په بازرا كې بې كيفيته پريماگون تېل پلورل كيږي.
وزيرانو شورا د كب په پېنځمه فيصله وكړه، چې افغانستان ته د اې دوه نوي پترولو او ال صفر دوه- دوه شپيته ريزلو څخه د ټيټ كيفيت نفتي توكو توريد ناقانونه اعلان كړ.
د انفتو او گازو شرکتونو د اتحاديې رييس آذرخش حافظي وايي:
د وزيرانو شورا د دغې پرېكړې له مخې هغه سوداگر، چې دا ډول تېل يې له مخكې پېرلي درې مياشتې وخت لري، چې افغانستان ته يې وارد كړي.
د نورم او ستندرد ادارې تخنيكي مرستيال مجیب الرحمن خطیر دا تورونه بيځايه بولي او زياتوي، چې پريماگون تېل د غصنفر شركت لخوا له توريد او تصفيې وروسته بازار ته وړاندې شوي دي.
د نفتي توكو اوگازو د اتحاديې د چارواكو په وينا، د سوداگرۍ وزارت پخوانيو چارواكو د قانون پر خلاف افغانستان ته د پېنځه زره ټنه پريماگون تېلو د واردولو اجازه وركړې وه؛ خو د سوداگرۍ وزارت پخوانيو مسوولينو تر دې دمه څه نه دي ويلي.