تازه خبرونه

د نورم او ستندرد ادارې مشران د رشوت پر تور ونیول شول

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۲۶, ۱۳۹۹)

د افغانستان لویې څارنوالۍ په ډاګه کړې، چې تېره شپه د نورم او ستندرد ادارې لوی مشر، تخنیکي مدیر او مرستیال یې د ۲۰۰ زره دالرو د رشوت اخیستنې پر تور نیول شوي دي.

د چارشنبې پر شپه د نورم او ستندرد ادارې مشر موسی عالمي د یوه خصوصي ځانګړي شکایت له مخې، چې د لویې څارنوالي ۱۸۰ شمېرې ته یې زنګ وهلی و؛ د ۱۰۰ زره ډالرو د رشوت پر تور لاس په لاس ونیول شو.

دغه راز همهاله د دې ادارې تخنیکي مرستیال جاوید صدیقي او د پروژو مدیر احسان الله حیات په دې جرم او تور کې د شریک په توګه ونیول شول او اوس یې دوسیې تر څېړنو لاندې دي.  

ویل کیږي ، چې ټوله غوښتنه یې ۲۰۰ زره امریکایي دالر ول؛ خو د ۱۰۰ زره امریکایي ډالرو د تر لاسه کولو پر مهال یې اړوند مشر ونیول شو.  

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې مخکې له فساد سره د مبارزې سفیرانو د فساد پروړاندې له پڅې مبارزې اندېښنه ښودلې وه.

دغه راز یوناما هم په خپل کلني ګزارش کې په دې اړه بشپړ کار کړی دی.

Trending

Exit mobile version