سیمه ییز خبرونه

د نوروز حوزه بايد له سخت دريځۍ سره گډه مبارزه وكړي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ايران ولسمشر حسن روحاني، چې كابل ته د وري په ۷ د نوي كال د ميلې نمانځلو لپاره راغلى وايي، چې د نوروز د جشن حوزه بايد له سخت دريځۍ سره گډه مبارزه وكړي.

د افغانستان په ولسمشرۍ ماڼۍ كې د سيمې د لس هېوادونو چارواكو د نوروز په جشن كې برخه واخيسته.

افغان ولسمشر حامد كرزى د سمنك او هفت سين كيسې وكړې، پسرلني شعرونه ولوستل او د دې لرغونې او شانداره ميلې ميلمنو ته ښه يې راغلاست وويل.

د يو بل منل او يوالى هغه څه ول، چې د افغانستان او ايران ولسمشرانو پرې ټينگار وكړ.

د ايران ولسمشر حسن روحاني وويل:

له سخت دريځۍ سره د مبارزې لپاره بايد سره موټى شو.

ښاغلي روحاني زياته كړه، چې د افغانستان را روانې ټاكنې كولى شي په دغه هېواد كې د سولې او پرمختگ لپاره زمينه برابره كړي.

د پاكستان ولسمشر ممنون حسين بيا له افغانستان سره د سولې په برخه كې د همكاريو يادونه كوي او وايي:

سوله او ثبات د پرمختگ لپاره مهم اصل دى. د سولې او امنيت لپاره د همكارۍ د تگلارو رامنځته كيدل مهم دي. مونږ د سولې او پرمختگ لپاره له ټولو گډو هڅو سره همغږي يو.

داسې ښكاريده، چې د افغانستان ولسمشر حامد كرزي له نوروزي ميلمستيا څخه د نوروز د جشن د حوزې ولسمشران خوښ شول.

Trending

Exit mobile version