تازه خبرونه

د نوروز لپاره ځانگړي امنیتي تدابیر نیول شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د کابل پولیس وایی، د نوروز لپاره ځانگړي امنیتي تدابیر نیول شوي او یو منظم امنیتي پلان تر لاس لاندې دی، چې خلک په آرامه فضا کې نوروز ونمانځي.

د کابل امنیه قومندان عبدالرحمن رحیمي وایي، د نوروز د جشن د غوره نمانځنې لپاره بشپړ چمتووالی نیول شوی دی.

پولیس خلکو ته ډاډ ورکوي، چې نوروز کې به امنیتي تدابیر شدید وي او کولی شي په آرامه فضا کې له خوښيو ډکې شیبې تېرې کړي.

 

د کابل پولیس له خلکو غواړي، چې د نوروز په شپو او ورځو کې له پولیسو سره همکار شي.

دوي هټی والو ته خبرداری ورکوي، چې د پټاقیو د پلور په صورت کې به وپوښتل شي.

 

د کابل د امنیه قومندانۍ د مسوولینو په وینا؛ که څه هم دښمن خپل تاکتیکونه بدل کړي او د دې امکان شته، چې بریدونه وشي؛ خو پولیس د وسلوالو له هر گواښ سره د بشپړې مقابلې توان لري.

خبریاله: فرحناز فروتن.

Trending

Exit mobile version