سیمه ییز خبرونه
د نوري فايبر پروژو تړونونه لاسليك شول
د مخابراتو او معلوماتي تكنالوژۍ وزارت له دوه كورنيو او يوه بهرني شركت سره د نوري فايبرد پروژو تړونونه لاسليك كړل.
د دې وزارت چارواكې وايي، چې:
دا پروژه د هېواد په اووه مركزي او شمال ختيځو ولايتونو كې پلې كيږي، چې په دې درې پروژو به ۲۳ اعشاريه ۳ ميليون ډالرلگښت راشي.
د مخابراتو وزارت د نوري فايبردا پروژه د نړيوال بانك له خوا تمويلږي او په پروان، باميان، دايكندي، غور، كندوز، تخار، بدخشان او د دې ولايتونو اړوند ۱۳ ولسواليو كې به پلې شي.
د مخابراتو او معلوماتي تكنالوژي وزارت تخنيكي مرستيال بريالى حسام وايي:
د دې پروژې تړون د يكشنبې په ورځ(د ليندۍ۱۲) له دوه كورنيو او يوه بهرني شركت سره په كابل كې لاسليك شو.
چارواكي وايې، تمه ده دا پروژه په دوه كلونو كې تطبيق شي.
د مخابراتو وزارت چارواكي وايې:
په وروستيو لس كلونو كې د مخابراتو په برخه كې يواعشاريه اته ميليارد دالره پانگونه شوې او پېنځه اتيا سلنه هېواد وال د تيليفون او نوري فايبر د انټرنيټي خدمتونو په وسيله تړل شوي دي.