سیمه ییز خبرونه
د نوماندانو د وروستي نوملړ ځنډ له ټاكنيز بهير څخه ښكاره سرغړونه ده
د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاكنوبنسټ(فيفا) چارواكى جانداد سپين غر وايي:
كه د ټاكنو د شكايتونو كميسيون د نوماندانو مهالنى نوملړ د ټاكنو خپلواك كميسيون له همغږۍ پرته ځنډول شوى وي؛ نو دا كار له ټاكنيز بهير څخه ښكاره سرغړونه گڼل كيدى شي.
د ټاكنو خپلواك كميسيون د لړم ۲۵ نېټه د ولسمشرۍ او ولايتي شوراگانو د نوماندانو د وروستي نوملړ خپرولو ته ځانگړې كړې وه.
د ټاكنو د شكايتونو كميسيون په ټاكلي وخت ونه شو كړاى، چې د نوماندانو اسناد او شكايتونه د ټاكنو خپلواك كميسيون ته د نوملړ د خپرولو لپاره وسپاري.
د ټاكنو خپلواك كميسيون له دې مخكې ويلي ول، چې دغه نوملړ د ټاكنو د شكايتونو كميسيون لخوا ورسپارل شوى نه دى.
ښاغلى جانداد د آزادو او عادلانه ټاكنو د بنسټ په استازيتوب يوازې د نوماندانو ښكاره نيوكو ته لاسرسي د ډاډ وړ نه بولي او وايي:
د ټاكنو د قانون له مخې به د شكايتونو د كميسيون پرېكړه او فيصله د مدني ټولنو او رسنيو په شتون كې رامنحته كيږي.
د ټاكنو د شكايتونو كميسيون رسنيو ته د ولسمشرۍ او ولايتي شوراگانو د نوماندانو د وروستي نوملړ د ۶۰ سلنې شكايتونو له څېړلو خبر وركړى؛ خو د وروستي نوملړ د اعلامولو نېټه يې ښودلې نه ده.
