تازه خبرونه

د نوماند وزیرانو دوهم نوملړ هم چمتو دی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ولسمشر ته یو نږدې کسمعین مرستیال وایي، د ملي یووالي د حکومت د کاندید وزیرانو دوهم نوملړ چمتو دی، او د ولسي جرګې د رخصتیو په پای کې به دغه بنسټ ته ولیږل شي.

د ښاغلي مرستیال په خبره چې وایي، دا دوهم نوملړ له لومړني نوملړ سره په یوه وخت چمتو شوی و.

په همدې حال کې اجراییه ریاست ټینګار کوي چې ژر به کاندید وزیران او هغو وزارتونو ته نوي سرپرستان معرفي شي چې کاندیدانو یې له ولسي جرګې د تایید رایې وانخیستې.

اوس مهال یواځې بهرنیوچارو، مالیې، عامې روغتیا، کډوالو، کلیو او پراختیا، کانونو، حج او اوقافو وزیر او همداراز د ملې امنیت د ریاست رییس له ولسي جرګې د اعتماد رایه ترلاسه کړې ده.

ویل کیږي چې دغه وزیران به د یک شنبې په ورځ د لوړې مراسم ترسره کړي او اړوندو وزارتونو ته به وروپژندل شي.

له دې سره اجراییه ریاست وایې چې ډیر ژر به د نوې نوماند وزیرانو نوملړ او د ولسي جرګې د رخصتیو ترپایه به سرپرست وزیران ځانکړي شي.

د اجرایې ریاست د ویاند مرستیال آصف آشنا:

د نویو نوماند وزیرانو او همدا راز د هغو وزارتونو لپاره چې د ولسې جرګې له لوري د اسنادو د ستونزو له امله یې د اعتماد رایه ترلاسه نکړه؛ خبري روانې دي. په راتلونکو څو ورځو کې به د نوماند وزیرانو پیژندنه هم مالومه شي او همدا راز د هغو وزارتونو لپاره چې د سرپرستانو له لوري اداره کیږي، د نویو سرپرستانو د معرفي کولو لړۍ هم پآي مومي.

په همدې حال کې داسي راپورونه هم شتون لري چې هغو نوماند وزیرانو چې د ولسي جرګې له لوري یې د اعتماد رایه نده ترلاسه کړي، د وزارتونو په بدلون سره د دویم ځل لپاره دغې جرګې ته معرفې کړای شي.

له همدې سره د حق او عدالت د ګوند غړی او ولسمشر ته نیږدې کس معین مرستیال وایې چې د نوماند وزیرانو دویم نوملړ چمتو دی:

د کابینې لپآره نوی نوملړ له وړاندې چمتو شوی دی او څيرې ځانکړې شوي دي. د هغو کسانو پر ځاي چې د ولسي جرګې لخوا رد شوي، نوي کسان د وړتیاوو پر بنسټ د ولسي جرګې د رخصتی د پاي سره سم دغې جرګې ته معرفې شي.

ریپورټ ورکوونکی: حامد صدیقي

Trending

Exit mobile version