تازه خبرونه
د نوي حکومت د کړنلارې په پلیکیدو به روڼ افغانستان ولرو- جان کري
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري ډاډ ښیي، چې د ملي یووالي د حکومت د دواړو مشرانو کړنې به د باثباته او سوکاله افغانستان لامل شي.
د لندن په ناسته کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د راتلونکې په اړه هیله مندي وښوده.
جان کري وایي، نوي افغان دولت د پیسو له سپینولو او فساد سره په مبارزه کې له کار کولو مخکې اقدام وکړ او د خپلو پروگرامونو په عملي کولو یې د افغانستان راتلونکې روښانه کړه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیوي رییس داکتر عبدالله عبدالله سره د لندن ناستې په څنډو کې جلا جلا کتنې وکړې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي، نوي افغان دولت د مالي وضیعت د ښه والي او له گاوند هېوادونو له دې جملې پاکستان سره د اړیکو د ښه والي لپاره گامونه اخیستي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري وایي:
زما دوستانو! مونږ کابل کې یو دولت لرو، چې د ډاډ وړ وړتیا لري او ملاتړ ترې اړین هم دی. مخکې کله هم د یوه بشپړ خپلواک او پایدار وضعیت لپاره داسې وخت نه و لیدل شوی. یو سوله ییز او باثبات افغانستان، چې له گاونډ هېوادونو سره په سوله کې ژوند وکړي، زمونږ د ټولو په گټه دی.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په وینا، متحده ایالتونو افغانستان سوداگرو، محصلانو او گرځندویانو ته د ویزو په برابرولو کې هوکړه کړې ده.
ښاغلي کري د پاکستان له لومړي وزیر نواز شریف سره هم ولیدل؛ خو د دواړو مشرانو د لیدنې جزیات په ډاگه نه شول.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي، له افغانستان سره به د واشنگتن همکاري دوام وکړي؛ خو بیا به د ناکامي په لور ستون نه شي.
د لندن کنفرانس په پای کې یوه اعلامیه خپره شوه، چې په کې د توکیو د ناستې ژمنې بیا تکرار شوې. د توکیو په ناسته کې، چې په ۲۰۱۲ کال کې تر سره شوې، نړیوالو د څلور کلونو لپاره له افغانستان سره د ۱۶ میلیارد دالرو د مرستې ژمنه کړې وه.