تازه خبرونه

د نوي طالب مشرله ټاکل کیدو سره مخالف یو- ملا منان نیازی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د  ملا رسول ډلې د طالبانو د نوي مشر په توګه د مولوي هبت الله آخندزاده له ټاکل کیدو سره مخالفت ښودلی دی.

که څه هم ملا رسول څه موده وړاندې په پاکستان کې نیول شوی؛ خو مرستیال یې ملا منان نیازي ویلي؛ د هبت الله مشري په هماغو علتونو نه منو،چې د منصور مشري یې نه وه منلې.

ده وویل، هبت الله د پاکستان میشتو او د پاکستان تر اغېز لاندې طالبانو د وړې ډلې له لوري ټاکل شوی، چې په وینا یې په افغانستان کې نفوذ نه لري.

نوموړي په ډاګه کړې، چې، له ملا اخترمحمد منصور او ملا هبت الله سره  یې ستونزه یوه وه.

ده دا هم څرګنده کړه، چې دوی د اخترمحمد منصور دښمنان نه ول، له هغې طریقې سره مخالف ول، چې نوموړی پرې وټاکل شو او دا ده بیا دوی سره کښېناستل او یو بل یې وټاکه.

  د ملا رسول په مشرۍ دغه ډله د ملا عمر د مړینې د خبر له اعلان وروسته جوړه شوې او غړي یې ادعا کوي، چې په افغانستان کې دننه فعالیت لري.

Trending

Exit mobile version