سیمه ییز خبرونه

د نوي كابل ښار كار به هغه وخت پيل شي، چې ولسمشر فرمان وركړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د نوي كابل ښار خبرې له څو كلونو را پديخوا روانې دي؛ خو تر اوسه يي عملي كار د بېلابېلو دلايلو له وجې نه دى پيل شوى.

په ودانيزو چارو كې د ولسمشر سلاكار يوسف پښتون وايي:

تر دوه اوونيو به دولسمشر له خوا د دې ښار كار په رسمي توگه پيل شي.

په همدې حال كې كومه شورا، چې د دې ښار د ځمكې د خاوندانو د ستونزو د حل لپاره جوړه شوې، د حكومت له خوا د دې پروژې د پيل لپاره د حكومت كارونه لږ بولي.

د دې شورا ځينې غړى اختر محمد وايي، حكومت په تېرو اووه كلونو كې يوازې ژمنې وركړي اوهيڅ راز عملي كار يي نه دى كړى.

حكومت ويلي، چې دا ښار به په سيمه كې يو ستر ښار وي او په ۷۴۰ كيلومتر مربع كې به جوړ شي او تر بشپړېدو وروسته به د درې ميليون وگړيو د ځاييدو وړتيا ولري.

د چارواكو په وينا، له خصوصي برخې سره د دې پروژې د نږدې شپږ ميليارد دالرو په ارزښت تړون لاسليك شوى دى.

Trending

Exit mobile version