سیمه ییز خبرونه

د نوي كال په وري كې دې د برېښنايي تذكرو وېش پيل شي– حامد كرزى

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ولسمشر حامد كرزي د يوه ځانگړي فرمان په ترڅ كې اړوند بنسټونو ته سپارښتنه كړې، چې د  را روان كال په وري كې د برېښنايي تذكرو د وېش بهير پيل كړي.

د چارو د ادارې او وزيرانو شورا  سرچيني وايي، چې:

په راتلونكيو ټاكنو كې به يو زيات شمېر افغانان له برېښنايي تذكرو څخه په گټه اخيستنه خپلې رايې وكاروي.

افغانانو ته د برېښنايي تذكرو  د وېش بهير به څه كم دوه مياشتې وروسته په رسمي توگه پيل شي.

د پنجشنبې په ورځ(د سلواغې۱۲) ولسمشر حامد كرزي اړوند ارگانونو ته سپارښتنه وكړه، چې د برېښنايي تذكرو د وېش بهير چټگ او همغږى پيل كړي.

د چارو د ادارې وياند رفيع فردوس وايي:

د ولسمشر حامد كرزي په دغه فرمان كې د مخابراتو او كورنيو چارو وزارت ته  د پوره تياريو او امنيتي ارگانونو ته د تذكرې د وېش د ځايونو امنيت ټينگولو سپارښتنه كړې ده.

ماليې وزارت هم مسوول گڼل شوى، چې د تذكرو وېش ته  مالي سرچيني برابرې كړي.

د هغه په وينا:

د ټاكنو تر وخته به يو زيات شمېر افغانان برېښنايي تذكرې تر لاسه او په ټاكنو كې به د همدغو تذكرو له مخې رايې و كاروي.

د چارو اداره په دې باور ده، چې له اداري فساد سره د مبارزې په اړه د افغان ولسمشر ځانگړى فرمان نږدې ټول عملي شوى. دوى تمه څرگندوي، چې د يوه كال په تېريدو به په حكومتي ادارو كې نورسمونونه هم رامنځته شي.

Trending

Exit mobile version