تازه خبرونه

د نوي کابل بانک بې برخلیکه وضعیت د زیات مالي زیان سبب ګرځي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

نوی کابل بانک هر کال شاوخوا لس میلیون ډالر تاوان کوي. د افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ په دې ټکي د ټینګار تر څنګ وایی، وروسته له دې چې کابل بانک له ماتې سره مخ شو.

نوي کابل بانک شاوخوا پنځه شپېته میلیونه ډالر تاوان کړی دی. د دغه بنسټ رییس ټینګار کوي چې حکومت د کابل بانک له پوروړو سره مصلحتي چلند کوي چې همدا د دې لامل شوی څو ټول پورونه را غونډ نه شي.

څه باندې لس میاشتې کېږي چې ولسمشر غني د کابل بانک د پورونو د ټولولو فرمان ورکړی خو په وروستیو کې د دغه بانک نهو سترو ونډه لرونکو لاسلیکونه کړي چې خپل پورونه به په اقساطو سره ادا کړي، خو نور پوروړي لا تر اوسه د خپلو پورونو د پرې کولو له پاره نه دي چمتو شوي. د افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ وایی، د نوي کابل بانک بې برخلیکه وضعیت د زیات مالي زیان سبب ګرځي.

د افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ ټینګار کوي چې باید د افغانستان بانک له بانکونو دقیقه څارنه وکړي او خلکو ته د بانکونو په هکله معلومات ورکړي.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي په حکومت کې د کابل بانک له پوروړو نه ۲۲۲ میلیون ډالر را ټول شول، خو په نوي حکومت کې چې د مالي فساد دغه ستره دوسیه بیا پرانیستل شوه، له پوروړو څخه د ټولو شویو پیسو اندازه څلور سوه څلویښت میلیون ډالرو ته ورسېده.

Trending

Exit mobile version