تازه خبرونه

د نوي کابل پروژه د مافيايي کړيو په ولکه کې ده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د اقتصادي چارو ځینې کارپوهان او د ولسي جرګې غړي وایي، د نوي کابل پروژه د مافیایی کړیو په ولکه کې ده چې له همدې امله یې کار نه دی پیل شوی.
دوی وایي، حکومت باید د دغې پروژې د ژر پیلولو له پاره هڅې پیل کړي. له بلې خوا د ښار جوړونې د وزارت مسولین وایي، د پروژې ‌ډیزاین کې د ځینو تخنیکي ستونزو له کبله کارونه ځنډني شول خو اوس دغه ستونزې حل شوې دي او ژر به یې کار پیل شي.
د اقتصادي چارو ځینې کارپوهان د نوي کابل په پروژه کې د کارونو په نه پیل کېدو اندېښنه لري. دوی وایي، دغه پروژه د ځینو مافیایي کړیو په انحصار کې ده نو ځکه يې کارونه ټکڼي شوي دي. دوی زیاتوي، مافیایی کړۍ د خپلو شخصي ګټو په لټه کې دي، نو ځکه دغه ستره پروژه نه عملي کېږي.
داقتصادي چارو کارپوه اذرخش حافظي وايي:
«دا لویه اقتصادي پروژه ده چې کارونه یې هم بشپړ دي، باید پرانیستل شي. ځینې کړۍ شته چې غواړي دغې ملي پروژه کې خپلو شخصي ګټو ته لومړیتوب ورکړي چې له همدې کبله پروژه ځنډېدلې ده.»
د ولسي جرګې ځینې غړي هم د دغې پروژې په ځنډ اندېښمن دي او له حکومت غواړي چې دغه پروژه عملي کړي. دوی وایي هر څومره چې دغې برخه کې ځنډ را منځته کېږي. مافیایي کړیو ته موقع په لاس ورځي چې دغه ستره پروژه له ستونزو سره مخامخ کړي.
د ولسي جرګې غړی محمد هاشم وايي:
«دغه پروژه نږدې درې میلیون وګړو ته د استوګنې زمینه برابروي، له اقتصادي پلوه مو د هېواد له پاره ډېره مهمه ده، باید حکومت یې د پرانیستلو له پاره زیاتې هڅې وکړي.»
خو د ښار جوړونې وزارت مسولین وایي، د پروژې په ډیزاین کې ځینو تخنیکي ستونزو کارونه ټکني کړي چې اوس دغه ستونزې حل شوې دي او ښار به ژر پرانستل شي.
خبريال: اسلم حجاب

 

 

 

Trending

Exit mobile version