تازه خبرونه

د نویو پاسپورتونو د چاپ چارې مخ پر بشپړېدو دي ـ اسلامي امارت

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۴, ۱۴۰۱)

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت د پاسپورتونو عمومي ریاست څرګنده کړې، چې په افغانستان کې د پاسپورټونو د چاپ چارې مخ پر بشپړېدو دي او په راتلونکیو څو ورځو کې به لسګونه زره پاسپورټونه ترلاسه شي.
دغه ریاست د چارشنبې پر ورځ امریکا غږ ته ویلي، چې په لیتوانیا کې درې میلیون ټوکه نوي پاسپورټونه چاپ شوي او د ملګرو ملتونو په همکارۍ به په دوه اوونیو کې کابل ته راولېږدول شي.
د پاسپورتونو د عمومي ریاست د رسنیو مسوول شفیع الله تسل امریکا غږ ته ویلي، چې یاد شمېر پاسپورټونه د لیتوانیا د یوې کمپنۍ لخوا چاپ شوي او حکومت یې پیسې هم ورسپارلې دي.
شفیع الله تسل زیاته کړې، چې اوسمهال د پاسپورټونو د رالېږدولو په اړه خبرې روانې دي او په دې اړه یې له یوناما سره خبرې کړې دي.
هغه وایي، چې افغانستان ته د دغو پاسپورټونو له رالېږد سره باید «سیاسي» چلند ونشي.
اسلامي امارت د پاسپورتونو د نشتوالي له کبله له یوې میاشتې راپدیخوا له پېنځلس کلنۍ څخه پورته کسانو ته لس کلن پاسپورټونه وېشي.
یاد ریاست د وري پر ۲۹ ویلي وه، چې له ۱۵ کلونو څخه کم عمر لرونکيو اړتیا وړ کسانو ته به پېنځه کلن پاسپورټ ورکړ شي.
اسلامي امارت د پېنځه کلن پاسپورټ لپاره ۵۰۰۰ افغانۍ او د لس کلن پاسپورټ لپاره ۱۰۰۰۰ افغانۍ اخلي.
اوس له څو اوونیو راپدیخوا د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د پاسپورټونو د وېش لړۍ بنده شوې او اسلامي امارت یوازې په کابل کې روانه ساتل شوې ده.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د پاسپورتونو عمومي ریاست وايي، کابل ته د پاسپورټونو له رارسېدو سره به په ټولو ولایتونو کې د پاسپورټونو د وېش لړۍ بیا پیل شي.
دغه رياست دوه ورځې وړاندې ويلي وه، چې په دې وروستيو کې يو شمېر کسانو په “ګاونډ هېوادونو” کې جعلي پاسپورټونه چاپ کړي او په غير قانوني ډول يې د پيسو په بدل کې عامو خلکو ته وېشلي دي.
د دغه رياست د څرګندونو له مخې، یو شمېر دغه خېتور د اسلامي امارت کشفي ځواکونو نيولي او تر پوښتنو لاندې دي.

Trending

Exit mobile version