سیمه ییز خبرونه
د نيول شويو شل ماشومانو او تنكيو ځوانانو د خلاصون حكم صادرشو
افغان ولسمشر حامد كرزي له هغو ماشومانو او تنكيو ځوانانو سره وكتل، چې د افغان امنيتې ځواكونو له خوا د ځانمرگو بريدونو په تور نيول شوي وه .
ولسمشر د دغې كتنې پرمهال وويل، چې:
يو شمېر گاونډ هېوادونه د جهاد په نوم غواړي افغانستان له بدبختيو سره مخ كړي .
ډېرو دغو ماشومانو او ځوانانو منلې، چې دوى ته د ځانمرگو بريدونو زده كړې د پاكستان په دېنې مدرسو كې وركړ شوې دي.
دغه ماشومان ، چې عمرونه يې د ۸ او ۱۸ كلونو تر منځ دي د امنيتي سر چينو لخوا د هېواد په بېلابېلو برخو كې نيول شوي دي.
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ويلي،چې :
ډېري ماشومان د وسله والو طالبانو لخو انتحاري بريدونو ته هڅول شوي او د دغو بريدونو زده كړې ورته د پاكستان په دينې مدرسو كې برابريږي.
دماشومانو او تنكيو ځوانانو دغې شل كسيزې ډلې له حامد كرزي سره په خبرو كې وويل:
غواړي ژر له بنده خلاص شي.
ولسمشرحامد کرزی دغو ماشومانو او ځوانانو ته د بچو خطاب وکړاو له هغو يې هېواد ته د خدمت هيله څرگنده كړه.
ددغې ليدنې په بهير كې د افغانستان د علماوو شورا رييس مولوی قیام الدین کشاف او په ديني چاروكې د ولسمشرمشاور نعمت الله شهرانی هم دغو ماشومانو او تنكيو ځوانانو ته سپارښتنه وكړه، چې:
ستاسې دنده انتحاري بريدونه نه ، بلكې د ښوونې او روزنې تر لاسه كول دي.
د يادونې وړ ده ، چې ددغو ماشومانو د خلاصون حكم په داسې حال كې د ولسمشر له لوري صادريږي، چې ملي امنيت يې تېره اوونۍ د محاكمې لپاره د ځانگړې محكمى د جوړولو غوښتنه كړې وه.