تازه خبرونه
د نړيوالو مرستې، نړيوال امنيتي ډاډ رامنځته كوي
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د افغانستان د ماليې وزيرعمر زاخېلوال وايي، له دوه زره څوارلسم كال وروسته له افغانستان سره د نړيوالو مرستې په اصل كې له نړيوال امنيت سره مرسته ده.
امريكايي پوځي چارواكي له دوه زره څوارلسم كال وروسته په افغانستان كې د لس زره امريكايي سرتېرو د پاتې كيدو زمينې لټوي.
د ماليې وزير عمر زاخيلوال وايي، چې دغه شمېر سرتېري د نړيوالو ژمنو د عملي كيدو لپاره گټور تماميداى شي؛ خو نه شي كولى په افغانستان كې امنيت ټينگ كړي.
ښاغلي زاخېلوال د افغانستان د ثبات لپاره نړيوالې مرستې اصل نه بولي او پر افغان پانگوالو غږ كوي، چې د افغانستان د پايښت او اقتصادي ثبات لپاره لاس په كار شي.
دا په داسې حال كې ده، چې د امريكا كانگرس د نوې طرحې له مخې له افغانستان سره د دغه هېواد مرستې پنځوس په سلو كې كميږي.