سیمه ییز خبرونه

د نړيوالې ټولنې سپارل شوې پيسې په روڼ ډول نه دي لگول شوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ادارې فساد په وړاندې د څارنې او ارزونې خپلواكه او گډه كميټه وايي:

د نړيوالې ټولنې له خوا په ميلياردونو دالر بې ځايه لگول شوي او د خلكو د ژوند پر ښه والي يي هيڅ اغېز نه دى كړى.

د اداري فساد په وړاندي د څارنې او ارزونې د خپلواكې ادارې مشر ياسين عثماني په ډاگه كړې:

دا كميټه، چې د درې بهرنيانو په ګډون شپږ غړي لري، په تړونونو كې د رڼښت پر سر ټينگار كوي او وايي، چې د نړيوالې ټولنې مرستې بايد د دولت له خوا لومړيتوبونو ته په پاملرنه مصرف شي.

دى زياتوي، په دولتي ادارو كې كسان د هغوى استعدادونو ته له پام پرته ټاكل كيږي، چې دا په خپله اداري فساد ته لار  اواروي.

د اداري فساد په وړاندې د څارنې او ارزونې د خپلواكې او گډې كميټې بهرنى غړى دراګوكات وايي:

مونږ غواړو دا ثابته كړو، چي آيا په سپارل شويو ۴۲ ميليون دالرو پوځي روغتونونو ته څه اخيستل شوي دي او كه دا پيسې هسې وركې شوې دي.

د څارني او ارزوني خپلواكه گډه كميټه په هرو شپږ مياشتو كي د افغانستان خلكو، ملي شورا ولسمشر او نړيوالي ټولني ته رپوټ وړاندي كوي.

دا كميټه وايي، نړيواله ټولنه او افغان حكومت نه حاضريږي، چې  په پرمختيايي برخو كې د لگول شويو پيسو په باب معلومات وركړي.

اداري فساد په افغانستان كې يوه ستره ستونزه ده، چې ځينو مرستندويانو خپلې مرستې له دې پديدې سره د افغان حكومت له خوا پر جدي مبارزو تړلي دي.

بلخوا افغان چارواكي هم مني، چې په دولتي بنسټونو كې اداري فساد شته؛ خو د دې پديدې په ستر اړخ كې بهرنيان ښكېل بولي او وايي، په هغو  سترو تړونو كې زياته درغلي كيږي، چې د نړيوالو له خوا تمويليږي.

Trending

Exit mobile version