سیمه ییز خبرونه
د نړيوال بانك څېړنې د افغانستان د شاخصونو په اړه سمې نه دي
د افغانستان د سوداگرۍ او صنايعو خونه وايي:
كه څه هم د افغانستان په اړه د نړيوال بانك څېړنې سل په سلو كې رښتيا نه دي، خو بايد حكومتي بنسټونه د دغو شاخصونو د ښه والي لپاره هڅې وكړي.
د سوداگرۍ او صنايعو د خونې چارواكي په ډاگه كوي، چې:
د سوداگرۍ او صنايعو د حالت د ښه والي لپاره د ولسمشرحامد كرزي له وروستۍ پرېكړې ۱۶ ورځې تېرې شوي، خو دا ډول پرېكړې تراوسه په هيڅ ډول عملي شوي نه دي.
د نړيوال بانك د وروستي رپوټ پربنسټ افغانستان په ۲۰۱۲زېږديزكال كې د سوداگرۍ او پانگونې په ډگركې د ۱۸۵ هېوادونو ترمنځ اته درجې را لويدلى او په يو سل و اته شپيتم مقام كې دى.
كه څه هم د سوداگرۍ او صنايعو خونه د نړيوال بانك دا رپوټ د افغانستان له اوسني حالت سره په بشپړه توگه برابر نه بولي؛ خو د سوداگرۍ او صنايعو خونې د عامل پلاوي رييس قربان حقجو وايي:
كه څه هم دا رپوټ د نړۍ هېوادونو ته معتبردى، خو د افغانستان پرسوداگرۍ او پانگونې به منفي اغېز وكړي.
د صنايعواو سوداگرۍ خونې د مديره پلاوي مرستيال خان جان الكوزى وايي:
له ولسمشرحامد كرزي سره مو په وروستۍ ناسته كې پرځينو برخوهوكړه كړې، چې د كورنيو صنايعو او سوداگرۍ په گټه كاردى.
د دوى په وينا:
د اقتصادي ستونزو د حل لپاره د گډې اقتصادي شورا جوړښت، د صنعتي او ودانيزبانك جوړيدل، له هېواده بهر د اوسپنو پرصادرولو بنديز او د ښارواليو له لورې د پيسو د اخيستو د چارې له منځه وړل هغه موارد دي، چې له ولسمشر سره پرې هوكړه شوې؛ خو تر اوسه عملي شوې نه ده.
د نړيوال بانك د شمېرو له مخې، چې لس شاخصونه يې ارزولي، افغانستان په ۲۰۱۱ز. كال كې په ۱۸۳هېوادونو كې ۱۶۰ځاى درلود، خو په ۲۰۱۲ز. كال كې په ۱۸۵ هېوادونو كې افغانستان يو سل و اته شپيتم مقام خپل كړ.
د يادونې وړ ده، چې نړيوال بانك هركال يو څلې د څه باندې۱۸۰ هېوادونو پانگونه، سوداگرۍ او صنعت ارزوي او په دې اړه رپوټونه خپروي.