بی بی سی پښتو

“د نړیوالو مرستو کمېدل د افغان ښځو روغتیا ګواښي”

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۷, ۱۴۰۰)
Getty Images

د بشري حقونو د څار سازمان وايي له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مرستو کمېدو په دغه هېواد کې روغتیايي اسانتیاو ته د ښځو لاسرسی کم کړی دی.

دغه بنسټ د خپل یوه رپوټ موندنې چې نن یې خپرې کړې، ټکان ورکوونکې بللې دي او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې روغتیايي مرستې دې له سیاسي او امنیتي مسلو پرته وارزوي.

د بشري حقونو څار سازمان خبرداری ورکړی چې د افغانستان له روغتیايي سیستم سره مرسته د مرګ او ژوند خبر ده او که مرستې کمې شي نو ښايي ډېرې مېرمنې خپل ژوند له لاسه ورکړي.

دغه بنسټ له افغان دولته هم غوښتي چې د روغتیايي سیستم سمون خپل لومړیتوب وګرځوي او طالبانو ته یې ویلي، ښځو ته دې اجازه ورکړي چې روغتیايي اسانتیاو ته لاسرسی ولري.

د دغه سازمان د ښځو برخې مسؤله هیدر بار وايي، د مرستو کمېدو له همدا اوسه د ښځو او نجونو پر ژوند ناوړه اغېزې کړې دي او د روغتیايي آسانتیاوو ته یې لاسرسی او کیفیت اغېزمن کړي دي. نوموړې وایي:

“شمېرې ښيي د هغو ښځو شمېر چې تر زیږون مخکې او د زیږون پرمهال مسلکي کسانو ته لاسرسی ولري د کمېدو په حال کې دی. په افغانستان کې په هرو لسو زرو کسانو کې څلور اعشاریه شپږ ډاکټرانو ، نرسانو او روغتیاپالانو یا قابلو ته لاسرسی لري. خو د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو پر بنسټ له هرو لس زرو کسانو له ۲۳ تنو کمو روغتیايي کارکوونکو ته لاسرسی ولري، د ځواک له سخت کمښت سره مخ دي او دا حالت په افغانستان کې ټکان ورکوونکی دی”.

د بشري حقونو د څار بنسټ وايي نړیوال مرسته کوونکي په تمه دي چې د نړیوالو ځواکونو وتلو سره به طالبان ډېرې سیمې ونیسي که نه، خو دا خبر په افغانستان کې د بنسټزو خدموتونو د کمېدو لامل نه شي کېدای.

افغانې ښځې او روغتیایي اسانتیاوې

Getty Images

د افغانستان د روغتیا وزارت شمېرې ښيي د هرو سلو زرو مېرمنو له ډلې ۶۹۵ یې د زېږون پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي. په داسې حال کې چې دا شمېر تر څو کلونو مخکې شاوخوا ۳۰۰ تنه وو.

اوس د بشري حقونو څار بنسټ وايي اړتیا ده چې مرستندویه هېوادونه د ښځو او نجونو روغتیايي خدمتونو په ګډون د افغانانو اړتیاوې او لومړیتوبونه په پام کې ونیسي.

دغه بنسټ له امریکا او ټولو هغو هېوادونو چې افغانستان ته یې سرتېري استولي غوښتي چې له دغه هېواد سره مرستې دې د ځواکونو وتلو له بحث ور هاخوا وارزوي.

دغه سازمان له افغان حکومته هم غوښتي چې د روغتیايي سیستم سمون خپل لومړیتوب وګرځوي او طالبانو ته یې ویلي، ښځو ته دې اجازه ورکړي چې روغتیايي اسانتیاوو ته لاسرسی ولري، او د روغتیا په برخه کې د ښځو د زده کړو ملاتړ وکړي.

Trending

Exit mobile version