تازه خبرونه
د نړیوالې مرستې پر بنسټ افغانستان له کویدـ ۱۹ سره مبارزه کوي
په افغانستان کې د کرونا ویروس د مخنیوي پر وړاندې د لوړو روغتیایي خدماتو غوښتنو لوی خنډ رامنځته کړی، چې له تېرو څو میاشتو راپدیخوا یې د هېواد کمزوری روغتیایي سیستم له ستونزه سره مخ کړی دي.
له هغې وروسته، چې کرونا ویروس له تېر اپریل راپدیخوا په افغانستان کې خپور شو، د افغانستان د عامې روغتیا وزارت یې د مهارولو لپاره ځینې هڅې ترسره کړې او وتوانېد، چې له کووید- ۱۹ سره د بېړنۍ مبارزې او د روغتیایي سیستم د چمتو کولو لپاره د نړیوال بانک سل اعشاریه څلور میلیون امریکایي دالر وړیا مالي مرسته تر لاسه او عملي کار پیل کړي.
د ویروس د مخنیوي او وقایې لپاره لومړني تدابیر پلي شول؛ پر هوایي او ځمکنيو سفرونو بندیز ولګېد، د هېواد په کچه قرنطین پیل شو، خو له دې سره سره بیا هم په افغانستان کې پر کوید-۱۹ د اخته کسانو شمېر لوړ پاتې شو.
پروژه پاسخدهی اضطراری به بحران کووید-۱۹ بانک جهانی با دولت افغانستان کمک می کند تا ۸۰ فیصد از داکتران و نرس های شفاخانه های ولایتی آموزش های وقایه و تداوی ویروس کووید۱۹ را مطابق به معیار های سازمان صحی جهان دریافت نمایند. بیشتر بخوانید: https://t.co/2jB9Z6q6i1 pic.twitter.com/IBDNCDEEOR
— World Bank South Asia (@WorldBankSAsia) August 27, 2020
موندنې او د عامې روغتیا وزارت څرګندونې ښیي، چې د روان کال په فبرورۍ کې لومړنۍ پېښه هرات ثبت کړه، بیا د هېواد په کچه د اګست تر ۲۲ نېټې پورې د کووید -۱۹ شاوخوا ۳۷۹۵۳ مثبتې او ۱۳۸۵ د مړینې پېښې ثبت شوې دي. پلازمېنې کابل تر ټولو ډېر زیان لیدلی؛ یوازې دلته ۱۴۳۷۱مثبت کیسونه او۴۵۶ د مړینې پېښې راپور شوې دي.
د دې پروژې په چوکاټ کې تر اوسه ۸۶۳ مټریک ټنه د شخصي محافظت تجهیزات کابل ته رالیږدول شوي دي.
افغان حکومت د نړیوال بانک په مرسته توانېدلی، چې له اخته ناروغانو سره مرسته وکړي، د بېړنیو خدماتو روغتیایي کاروکوونکیو ساتنې ته پام وکړي او همدارنګه له ملي کتنځیو او درمنلیزو مرکزونو ملاتړ وکړي.
په افغانستان کې له کووید- ۱۹ سره د بېړنۍ مقابلې او د روغتیایي سیستم د چمتو کولو پروژه د څو دولتي او نړېوالو بنسټونو په همکارۍ د پلي په حال کې ده. د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق(یونیسېف) د دې پروژې له لارې د روان کال په جون کې یو لړ بېړني روغتیایي تجهیزات افغان حکومت ته تحویل کړي دي. په دغو تجهیزاتو کې د روغتونونو د ساتنې لپاره د یو ځل لګیدو د لوازمو په ګډون د اکسرې وسایل، اړتیا وړ لابراتواري مواد او د شخصي محافظت ۱۵۰۰۰۰ بستې په کې شاملې دي، چې دا بستې تر شپږ میاشتو د ډېر وخت لپاره د ۶۸۰۰ هغو روغتیایي کارکوونکیو د ساتنې لپاره بس دي، چې له کوېد-۱۹ سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دي.
د دې پروژې په چوکاټ کې تر اوسه۸۶۳ مټریک ټنه د شخصي محافظت تجهیزات کابل ته راانتقال شوي دي.
دغه تجهیزات روغتیایي کارکوونکي، چې پر کووید- ۱۹ د ککړېدو له جدي خطر سره مخ دي؛ بریالي کړي، چې پر کوید۱۹ – ویروس د لس زره ککړو ناروغانو تشخیص او څارنه وکړي. همدا ډول دې پروژې د هېواد په کچه څه نا څه ۱۳۰۰ د ځانګړې څارنې بسترونه چمتو کړي دي.
پر دې سربېره د دې پروژې په چوکاټ کې د نړیوال روغتیایي سازمان په همکارۍ د کوید-۱۹ د تشخیص ۲ نوي مرکزونه رامنځته شوي او ۷ نور شته لابراتوارونه پر پرمختللیو وسایلو مجهز شوي دي.
د کووید- ۱۹ د چټکې خپرېدا په مخنیوي کې د عامه پوهاوي د سطحې لوړاوی هم حیاتي رول لري. دغې پروژې په دې لړ کې د اپرېل او اګست میاشتو تر منځ د لس زره رادیویي، تلویزیوني او چاپي پیغامونو د خپرېدا مرسته کړې. دغه پیغامونه د کوید -۱۹ د اعراضو او علایمو او د وقایې برخه کې دي.
د دې پروژې موخه دا ده، چې د اویا فیصده ثبت شویو پېښو پایله ۴۸ ساعتونو او یا له دې لږ وخت ته راټیټه شي.
د عامې روعتیا وزارت د یونیسېف او نړیوال روغتیایي سازمان د فعالیتونو د همغږۍ مسوولیت پر غاړه لري، نادولتي بنسټونه د عامه پوهاوي په برخه کې د کمپاین مسوول دي او درېیمګړي بنسوټونه د دې پروژې له پلي کیدو څارنه کوي.
په لنډه موده کې د دې پروژې موخه دا ده، چې د اویا فیصده ثبت شویو پېښو ۴۸ ساعتونو او یا له دې کم وخت کې معالومه شي او همدارنګه د عامه پوهاوي کچه تر ۵۰٪ لوړه شي. په دې معنا، چې لږ تر لږه د هېواد نیمایي نفوس باید وکولی شي، چې څه نا څه د کووید-۱۹ درې اصلي علایم تشخیص کړي او پر درې لومړنیو اقداماتو خبر وي.