تازه خبرونه

د نړیوالې ټولنې او آسیایي هېوادونو مشارکت ته اړتیا ده- حمدالله محب

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په امریکا کې د افغانستان سفیر وایي، چې په افغانستان کې ثبات او خودکفایي د نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه د آسیایي هېوادونو پیاوړې همکاري ته اړتیا لري.

د امریکا جان هاپنکنز پوهنتون په امریکا کې د افغانستان د سفیر کوربه و او په کې د آسیا او افغانستان پر راتلونکې بحث شوی.

په امریکا کې د افغانستان سفیر، په افغانستان کې ثبات او هوساینه د نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه د ګاونډ هېوادونو له همکاري سره تړلي بولي.

په امریکا کې د افغانستان سفیرحمد الله محب په ډاګه کړې؛ ټولو ته څرګنده ده، چې ټیکاو او خودکفایي ته د رسیدو لپاره، افغانستان د آسیایي هېوادونو په ګډون د نړیوالې ټولنې پیاوړې همکاري ته اړتیا لري، چې نه یوازې پخپلو مرستو، بلکې په ب ېخبنایي برخو، طبیعي سرچینو او انرژۍ کې د پانګونې له لارې دې همکاري وکړي. یو هوسا او سوله ییز افغانستان د ټولو ګاونډ هېوادونو او نړۍ په ګټه دی.

نوموړی افغان دیپلومات، د افغانستان د کانونو ناقانونه کېندنه د ناامنیو یو دلیل بولي.

حمد الله محب دا هم ویلي، چې د کانونو د سپړلو لپاره د مناسبو وسایلو را منځته کول او له دې لارې د تر لاسه شویو شتمنیو وېش ډېر مهم دی او همدا راز د امنیت د ټینګښت سبب ګرځي.  په ناقانونه توګه د کانونو کېندنه د افغانستان په ځینو برخو کې ناامنۍ رامنځته کړي، چې د مخنیوي لپاره یې قانوني کېندنو ته اړ یو.

په امریکا کې د افغانستان سفارت په دې باور دی، چې د بروکسل په غونډه کې د نړیوالې ټولنې ژمنې تائید کړه، چې یو پیاوړی افغانستان د ټولو په ګټه دی.

Trending

Exit mobile version