سوداگري

د نړیوالې ټولنې میلیاردونو دالرو مرستې د افغانیو په ارزښت ساتلو کې مرسته کړې – بلومبرګ

Published

on

امریکايي انلاین خپرونې بلومبرګ ننې شنبه د تلې ۴ )  خبر ورکړ، چې افغانستان ته د نړیوالې ټولنې د بشري مرستو میلیاردونو دالرو تګ د دې لامل شوی، چې افغانۍ د بهرنیو اسعارو په ځانګړي توګه د دالرو پر وړاندې خپل ارزښت وساتي.

د یادې رسنۍ د څرګندونو له مخې، د افغانستان له ګاونډ هېوادونو سره د سوداګرۍ زیاتېدو هم د افغانیو د بیې له ثبات سره مرسته کړې ده.

بلومبرګ لیکلي، چې د پاکستانۍ کلدارو او امریکايي دالرو پر کارولو بندیز، د انلاین سوداګرۍ بندولو او له هېواده د دالرو د ایستلو بندېدا هغه نور لاملونه دي، چې د افغانیو ارزښت یې ساتلی دی.

دا مهال د افغانستان په بازارونو کې یو امریکايي دالر شاوخوا ۸۰ افغانۍ تبادله کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته نړیواله ټولنه هره اوونۍ افغانستان ته له څلوېښت میلیون دالرو ډېره نغدي بشري مرسته رسوي.

Trending

Exit mobile version