تازه خبرونه

د نړۍ اوږد مهاله جګړې مسوولانه پای ته رسوو – جو بایډن

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۲۳, ۱۳۹۹)

د امریکا ولسمشر جو بایډن د چارشنبه پر ورځ  له پنټاګون څخه د لیدنې پر وخت ویلي؛ هغه به هیڅکله د امریکا د دفاع لپاره د ځواک له کارولو ډډه ونکړي، خو هغه ژمنه وکړه، چې د نړۍ له مشرانو سره به د روانې اوږدمهالې جګړې پر پای ته رسولو کار وګړي.

بایډن څرګنده کړې: ستاسو د اعلی سر قومندان په توګه به هیڅکله د امریکا، د امریکا د خلکو او په ټوله نړۍ کې زمونږ د متحدینو د حیاتي ګټو د ساتنې لپاره د ځواک کارول ونسپموي.

هغه زیاته کړې، باید ووایو، چې د دفاع وزارت مرکزي او اړین ماموریت دا دی، چې د دښمنانو د یرغل مخه ونیسي او که اړتیا وي جګړه او ګټل د امریکې خوندي وساتي.

هغه په ​​دې مراسمو کې د دفاع وزارت کارمندانو ته څرګنده کړه، چې د امریکا دفاع وزارت په ټوله نړۍ کې د بهرنیو چارو وزارت ډیپلوماتانو ته اړین دی.

جو بایډن ژمنه وکړه، چې د دفاع له وزیر لویډ آسټین او د نړۍ له مشرانو سره به کار وکړي، چې اوږدمهاله جګړې مسولانه پای ته ورسوي او دا ډاډ هم ترلاسه شي، چې ترهګریز ګواښونه د امریکا د خلکو امنیت له خطر سره مخ کولی نشي.

بایډن د می د لومړۍ نېټې د عسکرو ایستلو کومه نغوته نده کړې. په داسې حال کې، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د ۲۰۲۰ زېږدیز کال د فبرورۍ پر ۲۹ د لاسلیک شوې هوکړې له مخې باید په افغانستان کې د ځواکونو شمېر صفر ته ورسوي.

تر دې دمه ، نښې نښانې داسې دي، چې نوې اداره به پر لاسلیک شوي ټړون بیاکتنه کوي او د ځواکونو وتل به د شرایطو پر بنسټ وي، نه د هوکړې له مخې.

Trending

Exit mobile version